ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې چاودنو دوه کسان وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي

ننګرهار کې چاودنو دوه کسان وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي

author avatar
9 Jul 2018 - 12:55
ننګرهار کې چاودنو دوه کسان وژلي او نهه نور يې ټپيان کړي
author avatar
9 Jul 2018 - 12:55

جلال اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار خوږياڼو او چپرهار ولسواليو کې چاودنې شوي، چې د چارواکو په وينا، يو وسله وال او يو ملکي وګړی يې وژلي او نهه نور ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۸مه پژواک ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس بجې د چپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه مېله کې ځای پر ځای شوي ماين چاونه کړې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه کې د دوو ماشومانو په ګډون نهه ملکي وګړي ټپيان شوي چې دوه ټپيان يې دسختو ټپونو له امله جلال اباد حوزوي روغتون ته انتقال کړي او نور همالته په چپرهار ولسوالۍ کې تر درملنې لاندې دي.

د سيمې يو اوسېدونکي نياز محمد پژواک ته وويل، چاودنه د دغې ولسوالۍ په بازار کې په هغه مېله کې شوې چې هره دوشنبه ترسره کېږي.

هغه وايي، په مېله کې ډېره ګڼه ګوڼه وي او د بېلابېلو سيمو خلک ورته د څارويو او نورو اجناسو د خرڅلاو او اخيستو په موخه ورځي.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې هم چاودنه شوې چې يو ملکي وګړی او يو وسله وال طالب يې وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي په دې اړه پژواک ته وویل، د خوږیاڼو ولسوالۍ د نکړخېلو سیمې په مربوطاتو کې نن سهار شاوخوا نهه بجې د یوې هټۍ مخې ته ځای پر ځای شوي چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.

دی وايي، د چاودنې له امله د طالبانو د ضابط خان په نوم یو سرګروپ چې مشهور په زرقاوي او يو بل ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغو چاودنو مسووليت تر اوسه چانه دى منلى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.