ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ویسا: کندهار کې زرګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده

ویسا: کندهار کې زرګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده

author avatar
9 Jul 2018 - 19:12
ویسا: کندهار کې زرګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده
author avatar
9 Jul 2018 - 19:12

کندهار (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۷): د کندهار والي وايي، په کندهار ښار او ولسوالیو کې يې زرګونه جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې او خلکو ته په اجاره ورکړل شوې چې عواید یې د دولت خزانې ته ځي.

نوموړي دغه څرګندونې په ولایت مقام کې په یوه خبري غونډه کې وکړې چې د هغه د یو کلن کاري ماموریت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه نن له غرمې وروسته جوړه شوې وه.

ویسا وویل، په خپله یو کلنه کاري موده کې یې د امنیت د خوندیتوب تر څنګ ډېر تمرکز پر متوازنې پرمختیا، ښې حکومتولۍ او د بنسټیزو پروژو پر پلي کولو کړی دی.

هغه زیاته کړه، د هېواد د نورور ولایتونو په پرتله په کندهار کې د امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي لامل شوې چې دغلته نسبي امنیت خوندي شي خو لا ډېر کار ته اړتیا ده.

دی وايي، د امنیتي ځواکونو تر ټولو لویه ستونزه د هغوی د تجهیزاتو او اکمالاتو د پوره کولو ده چې په وار وار له مرکزي ادارې سره شریکه شوې ده.

د ښې حکومتولۍ په اړه هغه وویل، د ولایت دروازه د ټولو پر مخ خلاصه ساتل شوې او هره ورځ پر امنیت، ټولنیزو مسایلو، اقتصادي پلانونو، د شخړو پر حل او نورو له خلکو سره غونډې کوي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په کندهار ښار کې ۴۰ زره جریبه او په ولسوالیو کې ۹۳۹۷ جریبه ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې او خلکو ته په اجاره ورکړل شوې چې عواید یې دولتي خزانې ته ځي.

نوموړي په تېر کال کې د ګمرک عوایدو د ډېروالي خبر هم ورکړ او ویې ویل چې له ۶ میلیارډه افغانى ډېر عواید راټول شوي، دغه راز د برېښنا وضعیت تر پخوا ښه شوی او عواید یې ۴۸۱ میلیونه افغانیو ته لوړ شوي، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې دغه عواید ۲۱۰ میلیونه افغانۍ و چې سږ کال ۶۰ سلنه پورته تللي دي.

هغه د کندهار په دولتي ادارو کې د ۸۰۰ تشو بستونو د ډکونو یادونه هم وکړه چې د یوې رڼې پروسې له لارې په کې خلک ګومارل شوي دي.

والي له فسادسره مبارزه له خپلو کاري لومړیتوبونو وګڼله او ویې ویل چې له فساد سره د مبارزې ادارې او مستوفیت یو شمېر کارکوونکي د اداري فساد په تور له شواهدو سره نیول شوی او زندان ته لېږل شوي او دغه لړۍ روانه ده.

نوموړي د پوهنې په بهیر کې هم د ښه والي خبر ورکړ او ویې ویل اوس مهال په دې ولایت کې ۳۵۱ ښوونځي او ۴۹ مدرسې فعالې دي چې د خیالي ښوونکو د مخنیوي په موخه یې په کندهار ښار، ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د ښوونکو معاشونه بانکي سیسټم ته اړولي چې په نورو ولسوالیو کې به هم دا کار تر سره شي.

نوموړي د پوهنې اړوند د بنسټیزو پروژو په برخه کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ساینس مرکز، د ناامنیو ولسوالیو د زده کوونکو لپاره د یوې لیليې او ۹۸ ښووونځیو د ترمیم یادونه وکړه.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.