ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مرتضوي: وروستۍ نیونې قومي او سیاسي انګېزه نه لري

مرتضوي: وروستۍ نیونې قومي او سیاسي انګېزه نه لري

author avatar
10 Jul 2018 - 20:22
مرتضوي: وروستۍ نیونې قومي او سیاسي انګېزه نه لري
author avatar
10 Jul 2018 - 20:22

کابل (پژواک،۱۹چنګاښ ۹۷): حکومت وايي، وروستۍ نیونې د خلکو د شکایتونو په اساس ترسره شوې او تر شا یې هېڅ ډول سیاسي او قومي موخې نشته او د نورو غیر مسووله وسله والو په مقابل کې هم درېږي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نن په کابل کې خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وویل، د وروستیو نیونو په تړاو هېڅ ډول قومي او سیاسي موخې وجود نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ((لومړی په اروزګان کې رحیم الله او په فراه کې داوود او بیا وروسته نظام الدین قیصاري نیول شوی دی، دا نیونې له سیاسي، قومي او سیمه ییزو مسایلو سره هېڅ تړاو نه لري او موږ هیله من یو چې هېوادوال به هم دغه موضوع درک کړي.))

نوموړي دې ته په اشاره چې یو شمېر نیونې د خلکو د شکایت پر اساس ترسره شوې، وویل، رحیم الله په اروزګان کې طالبانو ته د ۵۰ امنیتي پوستو په سپارلو او تسلیمۍ کې د لاس لرلو په خاطر او محمد داوود یې طالبانو ته د فراه د پرچمن ولسوالۍ د ورسپارلو په خاطر نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت په وروستیو کې ویلي، په فاریاب کې د غیرمسووله وسله والو قوماندان نظام الدین قیصاري، محمد داوود مبارز چې په فراه کې یې وسلې او امنیتي پوستې پر طالبانو پلورلې، په اروزګان کې غیر مسووله وسله وال قوماندان رحیم الله او په بدخشان ولایت کې د نشه یی توکو او قېمتي ډبرو پر قاچاق تورن نادرشاه نیول شوي او څارنوالۍ ته یې ورپېژندلي دي.

مرتضوي د نن ورځې په خبري ناسته کې روښانه کړه: ((د دا ډول کسانو نیول د خلکو غوښتنه ده، سربېره پر دې زموږ مسوولیت د خلکو د امنیت ساتل دي او هر ځواک چې د خلکو پر ځورونه لاس پورې کوي او قانون ماتوي، حکومت د هغه په مقابل کې درېږي او نه شي کولای چې د دا ډول کسانو په مقابل کې چوپ پاتې شي.))

نوموړی د لاریونونو ترسره کول د خلکو حق ګڼي او وايي، د خلکو غږ اورېدل کېږي؛ خو هېوادوال دې هم پاملرنه وکړي چې دولتي ودانیو ته چې هغه هم په خلکو پورې تړاو لري، تاوان ونه رسوي.

بلخوا بیا مرتضوي وویل، هر کال ۷۰۰ ميلیون ډالر د افغانستان په ګمرکاتو کې حیف او میل کېږي او په ګمرکاتو کې دا اندازه پيسې د زورواکو جیبونو ته ځي.

مرتضوي زیاته کړه: ((اوس زموږ عایدات دوه اعشاریه دوه ميلیارد ډالره دي؛ په داسې حال کې چې د امنیتي ځواکونو لګښت پنځه ميلیارد ډالرو ته رسېږي او موږ هڅه کوو چې خپل عایدات اتو ميلیارد ډالرو ته ورسوو، که خپل عایدات اته ميليارد ډالرو ته ونه رسوو، له شک پرته چې ستونزې به ولرو او حکومت به په خپل اوږدمهاله پلان کې عایدات لوړ کړي، تر څو هم د امنيتي ځواکونو او هم ملکي لګښتونه تامین کړي.))

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل، افغان دولت دنده لري چې د عایداتو د ډېروالي او ځان بساينې حالت ته د رسېدو لپاره کار وکړي او تېره اونۍ ولسمشر په هېواد کې د ګمرکونو له چارواکو سره ناسته درلوده او په دې یې ټينګار وکړ چې څرنګه کولای شي په ګمرکونو کې د عایداتو له حیف او میل مخنیوی وکړي.

همدارنګه نوموړي د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د رئیس د ورپېژندلو په تړاو وویل، هڅې روانې دي تر څو یادې چوکۍ ته داسې کس ور وپېژندل شي چې د دغه پروګرام د ښه مديریت وړتیا ولري، ترڅو د ټاکنو په بهیر د خلکو باور زیات شي.

نوموړي د ټاکنو د شکایتونو د ولایتي کمېشنرانو لېست هم د ستونزو درلودونکی یاد کړ او ويې ویل، دا لېست د بدلونونو او اصلاح لپاره د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته استول شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.