ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا : طالبانو هم درک کړې چې افغان شخړه په جګړه نه هواریږي

امریکا : طالبانو هم درک کړې چې افغان شخړه په جګړه نه هواریږي

author avatar
10 Jul 2018 - 00:27
امریکا : طالبانو هم درک کړې چې افغان شخړه په جګړه نه هواریږي
author avatar
10 Jul 2018 - 00:27

کابل (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۷) دامریکا د بهرنیوچارو وزیر وایي، ډیری طالبانو دادرک کړې،چې افغان شخړه دجګړې له لارې نه شي هواریدلی.

له ارګ څخه پژواک ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن ولسمشر اشرف غني سره ولید.

سرچینې زیاته کړې، دپه دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د مرستې او همکاریو، سیمه‎ییزې همکارۍ،  له تروریزیم سره د مبارزې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت دسولې پروسې، ټاکنو او د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا محتدو ایالتونو  د ستراتیژۍ د تطبیق پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.

ولسمشرغني د امریکا بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب په ملکي او نظامي برخو کې د امریکا دمرستو مننه وکړه وې ویل، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه د افغانستان د خلکو سرتاسري ملاتړ لري چې دا ملاتړ دسراسري اجماع او د افغانانو پر دوامدارو مشورو استوار دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، اوربند یوه بریالۍ پروسه وه او د اوربند په موده کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څرګنده کړه چې د سولې د ډسپلین ترڅنګ د هېواد او خلکو د دفاع وړتیا هم لري.

هغه د افغانانو قدرداني وکړه چې د سولې د منلو او له جنګه د ستړیا په خاطر  یې خپل ظرفیت وښوده او دغه راز یې دا ثابته کړه چې راتلونکي ته ګوري او پر تېر تمرکز نه کوي.

جمهوررئیس وویل، د امریکا محتدو ایالتونو  ستراتیژۍ په سیمه کې مثبت تغییر راوستی او د سیمې هېوادونه باید د دې ستراتېژۍ په برخه کې خپل مسوولیت په صادقانه ډول اجرا کړي. هغه  زیاته کړه د دې ستراتېژۍ موخه په باثباته سیمه کې په افغانستان کې د تلپاتي سولې او ثبات لپاره د شرایطو ایجادول دي چې  د ملي یووالي حکومت ورته ژمن دی.

په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو دمرستې او ملاتړ مننه وکړه.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو  د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندنې او دغه راز د امریکایي ځواکونو د قربانیو د ستایلو ترڅنګ وویل، دا مهال د امریکا متحد ایالتونه د افغانستان د خلکو ترڅنګ د یوه پایداره شریک په توګه قرار لري.

نوموړي د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا متحدو ایالتونو  ستراتیژۍ د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات لپاره  مثبته وارزوله وې ویل، موږ د افغانستان  حکومت او امنیتي ځواکونو سره د خوندي او باثباته شرایطو  د رامنځته کولو په خاطر په دې هېواد کې کار کوو.

د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه د ملاتړ  ترڅنګ وویل: ډېری طالبانو دا ټکی درک کړی چې له پوځې لارې نشي بریالي کېدای او دا موضوع د جمهوررئیس ټرمپ د ستراتېژۍ او دغه راز د جمهوررئیس غني له لوري د اوربند اعلان ته د طالبانو له ځواب سره ژور ارتباط لري.

مایک پمپیو زیاته کړه، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سولې پروسې او  د دې هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په برخه کې د امریکا متحدایالتونه له افغانستان سره د خپلو مرستو دوام ته ژمن دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.