ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خپلواک: د سعودي کنفرانس کې د پاکستان او ایران ديني عالمانو ګډون نه دى کړى

خپلواک: د سعودي کنفرانس کې د پاکستان او ایران ديني عالمانو ګډون نه دى کړى

author avatar
10 Jul 2018 - 16:07
خپلواک: د سعودي کنفرانس کې د پاکستان او ایران ديني عالمانو ګډون نه دى کړى
author avatar
10 Jul 2018 - 16:07

ریاض(پژواک،١٩چنګاښ٩٧): د سولې عالي شورا وايي چې په افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه د عربستان په کوربه توب د نړۍ له بېلا بېلو اسلامي هېوادونو څخه ۵۶ دیني عالمانو ته د سعودي په نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې؛ خو د ایران او پاکستان ديني عالمانو په کې ګډون نه دی کړی.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس اکرم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وویل، ۳۵ دیني عالمان له افغانستان او ۶۵ دیني عالمانو له نورو اسلامي هېوادونو څخه په دغه نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی.

خو نوموړي زیاته کړه، د اسلامي مرستو سازمان (OIC) د اسلامي هېوادونو مشهور دیني عالمانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده؛ خو له پاکستان څخه د ۱۵غوښتل شوو ديني عالمان له ډلې یوازې د پاکستان د اسلامي نظریاتو کونسل ډاکتر قبله ایاز په دغه غونډه کې ګډون کړی دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، په دې نړیوال کنفرانس کې له ایران څخه هېڅ دیني عالم ګډون نه لري.کېدای شي ایران خپل ملاحظات ولري؛ خو له افغانستان او د اسلامي مرستو له سازمان سره یې نه دي شریک کړي او ګومان کېږي چې د سعودي له حکومت سره به یې شریک کړي وي.

په افغانستان کې د سولې لپاره د سعودي عربستان په کوربه توب د دیني عالمانو نړیوال کنفرانس د دوه ورځو لپاره پيل شو او تمه کېږي چې په دغه کنفرانس کې به په افغانستان کې د جګړې پر څرنګوالي خبرې وشي او له طالبانو څخه به وغوښتل شي چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په سعودي عربستان کې د نړیوال کنفرانس په غبرګون کې له نړۍ سره د مثبتو اړیکو له ټینګښت او خپلې مبارزې پر حق والي سربېره ويلي، هېڅوک دا حق نه لري چې دوی د ترهګر یا باغي په نومونو یاد کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.