ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د خوږياڼو امنيه قوماندان له درې پوليسو سره ووژل شو

د غزني د خوږياڼو امنيه قوماندان له درې پوليسو سره ووژل شو

author avatar
10 Jul 2018 - 15:17
د غزني د خوږياڼو امنيه قوماندان له درې پوليسو سره ووژل شو
author avatar
10 Jul 2018 - 15:17

غزني ښار(پژواک،١٩چنګاښ٩٧): غزني کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې د خوږياڼو ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون څلور پوليس او ١٣ طالبان وژل شوي دي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خوږياڼو، اندړو، خواجه عمري او مقر ولسواليو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې د خوږياڼو د امنيه قوماندان څارمن منيراحمد په ګډون څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

ده وويل چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ١٣ طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

دغه راز د خوږياڼو اوسېدونکي اکرام الله پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړه کې دواړو لوريو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

د يادو جګړو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د غزني په قره باغ او اندړو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې پوستې نيولي او امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په غزني کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.