ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کعبې امام: د افغانستان جګړه فتنه ده، بايد ودرول شي

د کعبې امام: د افغانستان جګړه فتنه ده، بايد ودرول شي

author avatar
10 Jul 2018 - 16:50
د کعبې امام: د افغانستان جګړه فتنه ده، بايد ودرول شي
author avatar
10 Jul 2018 - 16:50

جده (پژواک، ۱۹ جنګاښ ۹۷): د کعبې (مسجد الحرام) امام د افغانستان روانه جګړه فتنه بولي، وايي چې د دغه هېواد وضعيت نور د زغملو نه دی او بايد هلته جګړه ژر ودرول شي.

د افغانستان د سولې او امنيت په اړه د علماوو نړيوال کنفرانس د سعودي په جدې ښار کې نن پيل  شو او ټاکل شوې چې سبا په مکه مکرمه کې تر سره شي.

په دغه کنفرانس کې چې د اسلامي کنفرانس او سعودي عربستان د حکومت په نوښت جوړ شوى، د ٣٣ اسلامي هېوادونو ١١٠ ديني عالمان برخه لري. له افغانستان څخه هم د ۳۵ ديني عالمانو يو پلاوی په ياد کنفرانس کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته تللی دى.

د کعبې (مسجد الحرام) ، صالح بن عبدالله بن حميد نن په دې کنفرانس کې د افغانستان روانه جګړه فتنه وبلله او ويې ويل:"امن او ايمان دوه تړلي ټکي دي چې يو نه وي، بل نه شي راتلی، چېرته چې مومن وي، بايد هلته امن وي."

هغه زياته کړه چې د افغانستان شته وضعيت نور د زغملو نه دی او دغه جګړه بايد ژر ودرول شي.

هغه وويل:"موږ د سولې په پروسه کې د افغانانو ملاتړ کوو، څوک چې سوله غواړي هغه کامل مسلمان دی او څوک چې سوله نه غواړي هغوی د شيطان لارې تعقيبوي."

د اسلامي همکاريو سازمان(OIC)  سرمنشي یوسف احمد العثمین (Youef A.Al-Qthaimeen) د ياد کنفرانس په نننۍ ناسته کې وويل چې طالبان دې د افغانستان د ولسمشر د سولې وړانديز ومني.

هغه زياته کړه، چې د اسلامي نړۍ علماء دې د افغانستان په قضيه کې فعال رول ادا کړي.

دى وايي چې د افغانستان جګړه د مسلمانانو تر منځ جګړه ده او دواړو لوريو ته مسلمانان وژل کېږي.

هغه وايي، د اسلام دين رحمت دی، د انسان وژل حرام دي او دى نه پوهېږي  هغه په کوم دين دي چې هلته خلک وژني چېرته چې دواړه خواوې د "الله اکبر" او "لااله الا الله" نعرې وهي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.