ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستانى: کندوز به ډېر ژر د ا منيتي کامرو تر پوښښ لاندې راشي

نورستانى: کندوز به ډېر ژر د ا منيتي کامرو تر پوښښ لاندې راشي

author avatar
10 Jul 2018 - 16:05
نورستانى: کندوز به ډېر ژر د ا منيتي کامرو تر پوښښ لاندې راشي
author avatar
10 Jul 2018 - 16:05

کندوزښار(پژواک،١٩چنګاښ٩٧): د کندوز امنيه قوماندان وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې د پرسونل او تجهيزاتو له کموالي سره مخ دى.

دغه څرګندونې مل پاسوال عبدالباقي نورستاني د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ اساسي لاملونه د پرسونل او تجهزاتو کموالى دى.

نورستاني زياته کړه: (( يو لړ ستونزې لرو، وسلې او مهمات مو کم دي، تجهيزات هم سم نه دي، پوليس درنه وسله نه لري او نورې ستونزې هم شته چې بايد حل شي.))

نوموړي دا هم وويل چې غير مسوولو وسله والو د دې ولايت امنيت له ګواښ سره مخ کړى چې بايد ونيول شي.

ده زياته کړه: (( دغه غير مسوول وسله وال بايد خپله، خپلې وسلې پوليسو ته تحويل کړي چې په دې کار سره به امنيت ډېر ښه شي او که دا کار ونه کړي نو و به نيول شي او وسلې به ترې واخيستل شي.))

قوماندان دا هم وويل چې اوس هم وسله وال طالبان د کندوز ښار په اته کيلومترۍ کې پراته دي چې بايد پر وړاندې يې پراخ چاڼيز عمليات ترسره شي.

د ده په وينا، د کندوز په يو شمېر هغو سيمو کې به هم عمليات ترسره شي چې دا مهال يې کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

نورستاني وايي: (( موږ پلان لرو چې امنيتي کمربندونه ډېر کړو، طالبان له کندوز ښار څخه وباسو، ترڅو امنيت تامين شي.))

قوماندان دا هم وويل چې په کندوز ښار کې د امنيت د ټينګښت په موخه به د ښار په بېلابېلو سيمو کې امنيتي کامرې نصب کړاى شي.

ده وويل: (( موږ به ډېر ژر په  ښار کې  ٧٢ امنيتي کامرې نصب کړو، ترڅو ټول ښار د امنيتي کامرو تر فوکس لاندې وي چې په دې سره به امنيت ډېر ښه شي.))

نورستانى وايي چې د يادو ستونزو د حل په موخه يې اړوندو چارواکو ته وړانديز کړى او هغوى هم ورسره د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.