لښکرګاه(پژواک،۱۹چنګا ښ۹۷): په هلمند کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي او پنځه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د چنګاښ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازيګر د نادعلي ولسوالۍ په مرکز کې د لاسي بم د چاودنې له امله يو ملکي وګړى وژل شوى او يو پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ځواک په وينا، د دې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دى، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
دغه راز هغه وويل چې تېره شپه د مارجې ولسوالۍ په پنځم بلاک سيمه کې دوه طالبان د ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: (( دغو طالبانوغوښتل چې ماين ځاى پرځاى کړي، چاودنه يې پرې کړې او دواړه وژل شوي دي.))
دغه راز د نادعلي ولسوالۍ د ناقل اباد سيمې يو اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې تېره ورځ د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله يې زوى سخت ټپي شوى دى.
هغه زياته کړه: ((زموږ کلى د جګړې ډګر ته نږدې دى، کله چې ماشومان ووتلي د ملي اردو سرتېرو پرې بريد کړى دى.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن