ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د سولې په تړاو د علماوو نړيوال کنفرانس هره پرېکړه منو

ولسمشر غني: د سولې په تړاو د علماوو نړيوال کنفرانس هره پرېکړه منو

author avatar
10 Jul 2018 - 21:55
ولسمشر غني: د سولې په تړاو د علماوو نړيوال کنفرانس هره پرېکړه منو
author avatar
10 Jul 2018 - 21:55

جده (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٧): ولسمشر غني د اسلامي نړۍ د علماوو نړيوال کنفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه به د دوى هر ډول پرېکړې ته درناوى وکړي او غاړه به ورته کېږدي.

د نوموړي دغه پيغام د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئيس محمد اکرم خپلواک له خوا د ياد شوي کنفرانس ګډونوالو ته په هغې ماښامنۍ مېلمستيا کې چې د افغانستان د حکومت له خوا ورته برابره شوې، واورول شو.

د افغانستان د سولې او امنيت په اړه د علماوو نړيوال کنفرانس د سعودي عربستان د حکومت په نوښت د ٣٣ اسلامي هېوادونو د نږدې سلو ديني عالمانو په ګډون د یاد هېواد په جدې ښار کې نن پيل او دويمه ورځ به يې د مکې مکرمې په ښار کې ترسره شي. له افغانستان څخه هم ۳۵ ديني عالمانو په دې کنفرانس کې ګډون کړى دى.

د ولسمشر په ياد شوي پيغام کې ده ويلي چې اوس مهال افغانستان یو حساس پړاو ته رسېدلی دی او په بشپړه توګه سولې او دایمي ثبات ته لاره هواره شوې ده.

د جګړې د دوام لپاره هیڅ ډول شرعي جواز او دلایل نشته او باور دى چې ستاسې ملاتړ به په افغانستان کې د کلونو دې غمیزې د پای ته رسولو سره مرسته وکړي.

هغه زياته کړې، موږ باورمند یو چې د افغانستان په قضیه کې د اسلامي همکاریو د سازمان دخیلېدل، یو ډیر مثبت ګام دی او له دې سازمان څخه غوښتنه لري چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

دى وايي: "سعودي عربستان د اسلامي مقدساتو د خاورې او معتبرې مذهبي مرجع په توګه تل د اسلامي امت د اتحاد لپاره هلې ځلې کړي او په دغسې حساسو پروسو کې يې برخه اخيستې، باوري يو چې د افغانستان د سولې په پروسه کې منځګړتوب وکړي او د سولې د مخامخ مذاکراتو لپاره د باور فضا په جوړولو کې همکاري وکړي. غواړو په دې برخه کې خپلې مخلصانه هلې ځلې ډېرې کړي."

د نوموړي په وينا، د اسلامي امت علماء د ټولنې د ډېر مهم او د درناوي وړ قشر په توګه د سولې په راوستلو کې ډېر مهمه ونډه لري او دا نقش په افغانستان کې ځکه ډېر د اهمیت وړ دی چې روانې جګړې ته چې قربانیان یې یواځې ملکي او بې ګناه افغانان دي، دیني رنګ ورکول کېږي. علماء کولای شي په دې اړه ټول ابهامات له منځه یوسي او ټولنه د سولې، زغم او تحمل په لوري رهبري کړي.

دى زياتوي: زه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په توګه یو ځل بیا ستاسې څخه په دې غونډه کې د ګډون له امله مننه کوم او تاسې ټولو ته بلنه درکوم، ترڅو افغانستان ته تشریف راوړئ او زموږ هڅې او هاند په خپلو سترګو ووینئ او زموږ سره مرسته وکړئ، ترڅو د څو لسیزو دغې تپل شوې جګړې ته د پای ټکی کېږدو."

ده ویلي: "موږ سولې ته متعهد یو او زموږ وروستني اقدامات چې د سولې په هکله مو ترسره کړي دي، زموږ د دې تعهد او ژمنې ښکاره څرګندونه کوي. څرنګه چې علماوو او مشایخو ته بشپړ درناوی لرو او ډاډه یو چې دوی تل د اسلامي امت د خیر ښېګڼې په برخه کې مخکښ پاتې شوي دي، نو تاسې چې په دې کنفرانس کې هر ډول فیصله وکړه او افغان دولت ته مو د سولې د ټینګښت لپاره هر ډول مسوولیت او مکلفیت راجع کړ، نو موږ به یې په کامل تعهد سره ترسره کړو."

نوموړي په دې پيغام کې د دې ناستې له ټولو ګډونوالو د مننې کولو ترڅنګ، د اسلامي همکاريو له سازمان څخه هم قدرداني کړې او هم يې د سعودي عربستان له حکومت مننه کړې چې د دې کنفرانس کوربه توب يې په غاړه اخيستى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.