ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته لاړ

ولسمشر غني د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته لاړ

author avatar
10 Jul 2018 - 18:41
ولسمشر غني د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره بروکسل ته لاړ
author avatar
10 Jul 2018 - 18:41

کابل(پژواک ١٩چنګاښ ٩٧): ولسمشر غني نن سهار د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د ګډون لپاره بلجیم ته سفر وکړ.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن دچنګاښ په ١٩مه  د دولت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، دغه ناسته د ناټو د مشرانو په ګډون راتلونکې پنجشنبې په بروکسل کې ترسره کېږي.

د مرتضوي په خبره؛"افغانستان له بهرنۍ ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې له بهیر څخه ملاتړ او د اقتصادي جرمونو له سازمانو سره مبارزه" هغه موضوعات دي چې په غونډه کې به پرې بحث وشي.

مرتضوي زیاته کړه، ټاکل شوې سبا چهارشنبې ولسمشر په بروکسل کې له یو شمېر چارواکو سره دوه اړخیزې لیدنې وکړي او پنجشنبې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د ګډون تر څنګ وینا وکړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د یادې غونډې پایلې له افغانستان څخه د ناټو مشرانو د ملاتړ له ژمنو سربېره د سولې په بهیر هم اغېز کولای شي؛ ځکه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د دولت د هڅو سربېره دغه بهیر ته د لاس رسي لپاره د هېوادونو سیاسي غونډې ته هم اړتیا ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.