ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار کې د ملي امنيت له لوري ۱۵ طالبان وژل شوي

چارواکي: ننګرهار کې د ملي امنيت له لوري ۱۵ طالبان وژل شوي

author avatar
10 Jul 2018 - 11:15
چارواکي: ننګرهار کې د ملي امنيت له لوري ۱۵ طالبان وژل شوي
author avatar
10 Jul 2018 - 11:15

جلال اباد (پژواک، ۱۹ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې حصارک ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال ۱۵وسله وال طالبان وژل شوي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه عمليات تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو ترسره کړي چې هوايي ملاتړ يې هم درلود.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۹مه پژواک ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت اړوند ځانګړو ځواکونو د حصارک ولسوالۍ مياګانو کلي کې هوايي او ځمکني عمليات کړي دي.

دی وايي چې د دغو عملياتو پرمهال ۱۵ وسله والو طالبان وژل شوي او يو تن يې ژوندی نيول شوی دی.

د خوږیاڼي په وينا، د عملياتو پرمهال د وسله والو پټنځای هم له منځه وړل شوی او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم تخريب شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال د هوایي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر یو شمېر نورو پټنځایونو هم بریدونه شوي چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

خوږياڼی زياتوي چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري د شریکو شوو معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی .

 بلخوا د سيمې يو قومي مشر ملکو خان پژواک ته وويل چې عمليات د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو د وسله والو طالبانو تر بريد وروسته شوي دي.

هغه وايي، مرګ ژوبله دواړو خواوو ته اوښتې؛ خو دی يې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد د ګډو افغان ځواکونو پيل شوي عمليات لا هم دوام لري.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري پژواک ته وويل  چې ددغو عملياتو په ترڅ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ګړباوې او يو شمېر نور کلي له وسله والو  څخه پاک شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.