ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې شاوخواشپږ سوه زره  کسان ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې دي

هلمند کې شاوخواشپږ سوه زره کسان ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې دي

author avatar
11 Jul 2018 - 15:19
هلمند کې شاوخواشپږ سوه زره  کسان ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې دي
author avatar
11 Jul 2018 - 15:19

لښکرګاه(پژواک،۲۰چنګاښ۹۷): په هلمند ولايت کې د امنيتي او نورو ستونزو له امله شاوخوا شپږ سوه زره په شرايطو برابر کسان ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې دي.

دغه څرګندونې د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري نن د چنګاښ په ٢٠مه په مرکز لښکرګاه کې د پوهنې رياست په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته وکړې.

صفاري وويل چې د پوهنې رياست د پخوانيو چارواکو د وظيفوي غفلت، نا امنۍ، اداري فساد او لږو امکاناتو له امله په دغه ولايت کې شاوخوا شپږ سوه زره په شرايطو برابر کسان ښوونځيو ته له تګ څخه پاتې دي.

ده وويل چې په دغه ولايت کې له ٤١٧ ښوونځيو څخه ١٢٣ يې د نا امنۍ له امله تړل شوي چې د بېرته خلاصېدو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې د ٤٩ زره نجونو په ګډون ٢١٣ زره زده کوونکي ښوونځيو ته ورځي چې د نفوس له مخې ډېره کمه شمېره ده.

هغه زياته کړه: (( غير قانوني ګومارنو، خيالي ښوونکو او اداري فساد هم موږ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي يو.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د پوهنې رياست اړوند نږدې دوه زره جريبه ځمکه غصب شوې چې له امله يې يو شمېر په شرايطو برابر کسان له زده کړو پاتې دي.

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاءلله افغان وويل چې د دې ولايت د پوهنې رياست د سياسي سيالۍ پر ډګر بدل شوى دى.

هغه وايي، کومو کسانو چې د پوهنې رياست ځمکې غصب کړي، بايد بېرته ورکړي او که دا کار نه کوي نو د ولايت مقام يې بايد څارنوالۍ ته معرفي کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د خلکو په استازيتوب محمد خان خروټي وويل چې خلک بايد خپل ماشومان زده کړو ته واستوي.

هغه زياته کړه: (( په دغه ولايت کې روانه جګړه د معارف د کمزوري وضعيت له امله ده چې پاى ته ورسول شي.))

همدارنګه د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې د پوهنې په رياست کې هيڅ ډول لاسوهنې نه مني او که چا دا کار وکړ، نو څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.