پلخمري(پژواک،٢٠چنګاښ٩٧): د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکو په سالنګ کې د لارې د خرابوالي په غبرګون کې د کابل-مزار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
د خنجان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال قدرت الله څپاند د چنګاښ په۲۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ده صلاح درې لسګونو اوسېدونکو له حکومت څخه د سالنګ لویې لارې د بیارغولو کار د ژر پیلېدو په غبرګون کې د کابل-مزار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
دغه راز يو تن اعتراض کوونکي محی الدین پژواک ته وویل چې د کابل-مزار لويه لار د سالنګ په درو کې دومره خرابه ده چې موټر چلوونکي او د سيمې اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
ده زياته کړه: (( په دغه لار د هر تېرېدونکي موټر سره پرکلي د ګردونو یوه لوخړه خپریږي چې د سیمې اوسېدونکي یې له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي، نو ځکه له حکومت څخه غواړي چې دغه لار ورغوي تر څو موټرچلوونکي او د سیمې خلک له ستونزو خلاص شي.))
د محي الدين په وينا، ترڅو چې د دوى غوښتنه نه وي منل شوې، ياده لار به د ترافيکو پرمخ تړلې وي.
همدارنګه د کابل- پلخمري ترمنځ يو تن موټر چلونکي شېرمحمد هم د یادې لارې د خرابوالي په اړه پژواک ته وویل، لس کاله کېږي چې پر دغه لار موټر چلوي او هره ورځ دغه سړک تر بلې ورځې خرابيږي.
هغه زياته کړه: (( دغه سړک چې جوړ شي موږ به هم مشکل سره مخ نه يو او د خلکو سفر به هم لنډ او اسانه شي.))
بلخوا د سالنګونو د مراقبت او ساتنې پخواني مسوول جنرال محمد رجب پژواک ته وویل چې د خلکو غوښتنې پرځای دې دغه لار تر پخوا ډېره خرابه شوې ده.
جنرال رجب زیاته کړه: (( ماته احوال راغلى چې همدا نن ۱۱ بجې په فوايد عامې وزات کې د شمالي سالنګ د۳۰ کیلو متره سړک دبیا رغولو پر قرارداد خبرې شوي او په دې موافقه شوې چې په درېیو برخو و وېشل شي د لومړۍ برخې لس کیلو متره سړک کار به ډېر ژر پيل شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن