پلخمري(پژواک،٢٠چنګاښ٩٧): د بغلان ولايت د خنجان ولسوالۍ اوسېدونکو د کابل-مزار لويه لار په مشروط ډول بېرته د ترافيکو پرمخ خلاصه کړه.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکو نن سهار په سالنګ کې د لارې د خرابوالي په غبرګون کې د کابل-مزار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې وه.
د اړوندې موضوع په اړه د چنګاښ په ٢٠مه له غرمې وروسته دخنجان ولسوال لطف الله پژواک ته وویل چې د فوايدعامې وزارت استازي، له اعتراض کوونکو سره ټیلېفوني خبرې وکړې او د سیمې اوسېدونکوسره یې ژمنه وکړه چې تر شنبې ورځې به دسالنګ لویې لارې بيارغولو کار پیل شي.
ولسوال وویل چې دسیمې اوسېدونکو او اعتراض کوونکو دفوايدعامې وزارت داستازي غوښتنې په دې شرط ومنلې چې تر شنبې ورځې به د یادې لویې لارې د رغولو کار پیلیږي.
ولسوال وویل: (( نن شاو خوا دوه نیمې بجې دسالنګ تړل شوې لار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه اوس موټر کولاى شي په دې لار تګ راتګ وکړي.))
دغه راز د اعتراض کوونکو له ډلې څخه یو تن عبدالظاهر وطندوست هم پژواک سره خبرو کې هم د يادې لارې د بېرته خلاصېدو پخلى وکړ.
ده وویل: (( لار مو له حکومتي چارواکو سره تر خبرو وروسته په مشروط ډول پرانيسته او که حکومت تر شنبې ورځې دسالنګ لارې د بیارغولو کار پیل نه کړ ي بیا ځل به دغه لار د ترفیکو پرمخ وتړو.))
د يادونې ده چې ياده لويه لار پلازمېنه کابل د شمال له نهو ولايتونو سره نښلوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن