ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عربستان پاچا: افغانستان له ډېر وخته په تکليفونوکې دى او دا حالت بايد نور ختم شي

د عربستان پاچا: افغانستان له ډېر وخته په تکليفونوکې دى او دا حالت بايد نور ختم شي

author avatar
11 Jul 2018 - 18:15
د عربستان پاچا: افغانستان له ډېر وخته په تکليفونوکې دى او دا حالت بايد نور ختم شي
author avatar
11 Jul 2018 - 18:15

کابل(پژواک،۲۰چنګاښ۹۷): دسعودي عربستان پاچا وايي چې افغانستان له ډېرې مودې راهيسې په ګڼو ستونزو کې دى، دغه حالت ته بايد نور پاى ورکړل شي.

دغه څرګندونې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز نن د چنګاښ په ٢٠مه د عالمانو کنفرانس له ګډونوالو سره د ليدنې پرمهال وکړې.

د دې ليدنې پر مهال د افغانستان عالمانو له نوموړي څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې پروسې منځګړيتوب ته را وړاندې شي او طالبان دې حرمينو ته د سولې لپاره را دعوت کړي.

د دې خبرو تر اورېدو وروسته د عربستان پاچا وويل: (( افغانستان له ډېر وخت څخه په تکليفونو کې دى او دا حالت بايد نور ختم شي.))

ده وويل چې دوى له افغان ولس سره دي او د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.

دغه راز د دې ليدنې په څنډه کې د پاکستان د اسلامي نظارت کونسل مشر قبله عياض خبريالانو ته وويل چې په افغانستان کې ټولې خواوې بايد يوځاى کېني، ستونزې را پيدا کړي او د حل لپاره يې اقدام وکړي.

هغه زياته کړه چې طالبان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره بايد سياسي او د ټاکنو لار غوره کړي.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( پر خلکو حملې کول، پر مسلمانو حملې کول دا په اسلام کې ګنجايش نه لري او ځانمرګي بريدونه چې کوم دي د دې بلکل په اسلام کې جواز نشته دى.))

دغه راز د صربيا هېواد مشر مفتي دکتور مولود دوديتش پژواک ته وويل چې ديني عالمان د نړۍ په تاريخ کې ځانګړى رول لري او اوس د دې وخت را رسېدلى چې د افغانستان ستونزه دغه عالمان حل کړي.

هغه زياته کړه چې اسلام د سولې دين دى او په اسلامي هېوادونو او افغانستان کې د جګړې دوام د اسلامي لارښوونو خلاف او اسلامي شعايرو سره په ټکر کې دى، طالبان دې د ديني عالمانو غوښتنو ته ارزښت ورکړي او د دوى خبره دې ومني.

دی وايي:"موږ په طالبانو غږ کوو چې نور افغانستان کې د جګړې دوام ته د پاى ټکي کېږدي."

د يادونې ده چې نن او پرون د سعودي عربستان په دوو ښارونو جده او مکه کې د نړۍ عالمانو د افغانستان د سولې په اړه غونډه وکړه او په هېواد کې روانه جګړه يې ناروا او فتنه وبلله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.