کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۷): د ملا رسول ډلې د افغانستان د سولې په اړه د علماوو نړیوالو کنفرانس د کوربه توب له امله د سعودي عربستان د پاچا او حکومت څخه مننه وکړه.
د شاوخوا ۳۳ اسلامي هېوادونو تر ۱۰۰ زیات دیني عالمان پرون د سعودي په جده او نن د مکې په ښار کې راټول شوي وو او د افغانستان روانه جګړه یې ناروا وبلله.
د طالبانو د ملا رسول ډلې له خوا د چنګاښ په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د یادې غونډې په جوړولو کې د سعودي عربستان د حکومت او پاچا څخه مننه شوې ده، چې دعلماوو ددغه کنفرانس کوربه توب یې وکړ.
سرچینې زیاته کړې : (( دسعودي د حکومت ترڅنګ موږ د حرمینو له امامانو څخه هم مننه کوو، چې زموږ ستونزه یې خپله بللې اود نړۍ له علماوو سره یو ځای یې ددې لانجې د هواري لپاره هڅې کوي.))
خو د طالبانو د ملا رسول ډلې له يادوعلماوو غوښتي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلولپاره هم غږ پورته کړي.
دوی زیاته کړې، چې دا ډول غونډې پخوا په نورو هېوادونو کې هم شوې، خو کومه رغنده پایله یې نه لرله.
د ملا رسول ډلې د افغانانو ترمنځ پر بین الافغاني خبرواترواو مذاکراتوټینګار کړی، خو پر بهرنیانو یې نیوکه کړې، چې بین الافغاني مذاکراتو سره همکاري نه کوي.
دوی له علماوو غوښتي چې ټولې پرېکړې د شریعت په رڼا کې ترسره کړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن