دويم تعقيب-جلال اباد (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٧): د ننګرهار ولایت د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد،د دې رياست د ١١ کارکوونکو په وژل کېدو او لسو نورو په ټپي کيدو سره پاى ته ورسېد.
د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې يو شمېر وسله والو د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد وکړ.
هغه وايي: ((بريد کوونکو اول ډزې او بيا يې چاودنې وکړې او دننه ورغلل.))
خوږياڼي وايي چې دغه بريد د شاوخوا څلور ساعته جګړې وروسته د دوه بريدګرو په وژل کېدو سره پاې ته ورسېد.
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د پوهنې رياست ١١ کارکوونکي وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي چې پنځه يې د پوهنې رياست کارکوونکي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کسانو کې د ننګرهار د پوهنې رياست ښاري مدير سيد سليمان پاچا هم شامل دى.
د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن