ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار د پوهنې ریاست پر ښاري مدیریت ډله ییز وسله وال برید شوی

author avatar
11 Jul 2018 - 09:41
author avatar
11 Jul 2018 - 09:41

لومړى تعقيب-جلال اباد (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٧): د ننګرهار ولایت د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې يو شمېر وسله والو د ننګرهار د پوهنې رياست پر ښاري مديريت وسله وال بريد وکړ.

هغه وايي: ((بريد کوونکو اول ډزې او بيا يې چاودنې وکړې.))

خوږياڼي وايي چې امنيتي ځواکونو ښاري مديريت ته څېرمه يوه ودانۍ د بريدګرو له شتون څخه پاکه کړې او د نورو بريدګرو د وژلو په موخه عمليات روان دي.

ده وويل: (( په دویمه برخه کې عملیات جریان لري،هڅه داده چې په مدیریت کې بند پاتې کسان ژوندي وژغورل شي او تروریستان ووژل شي،له همدې امله ښايي عملیات وخت ونیسي.))

خوږياڼي وايي چې په دې پېښه کې تر اوسه دوه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي چې د يو ټپي روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

د دې بريد مسووليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه دى منلى .

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.