ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون: ۲۱ ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه نه دي فعال شوي

د ټاکنو کمېسیون: ۲۱ ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه نه دي فعال شوي

author avatar
11 Jul 2018 - 17:40
د ټاکنو کمېسیون: ۲۱ ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه نه دي فعال شوي
author avatar
11 Jul 2018 - 17:40

کابل (پژواک، ۲۰ چنګاښ ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۲۰ ولایتونو په ۱۱۱ مرکزونو کې د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د غځولو خبر ورکوي او وايي، د ناامنۍ له امله د هېواد په ۲۱ ولسوالیو کې د نوم لیکنې مرکزونه تر اوسه هم نه دي فعال شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند سیدحفیظ الله هاشمي نن په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل، دغه ولسوالۍ د بېلابېلو لاملونو له امله له نوم لیکنې پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه: (( د ۲۰ ولایتونو د نوم لیکنې په ۱۱۱ مرکزونو کې د بېلا بېلو لاملونو له امله نوم لیکنه وروسته پيل شوې ده، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې په اساس د چنګاښ له ۲۰ مې تر ۲۹ مې نېټې تازه نوم لیکنه ترسره کېږي.))

نوموړي وویل، یاد مرکزونه په کندهار، کونړ، نورستان، ننګرهار، اروزګان، سمنګان، زابل، بادغيس، لوګر، هلمند، فاریاب، بلخ، کندوز، پکتیا، خوست، بدخشان، بغلان، تخار او هرات ولایتونو پورې تړاو لري.

هاشمي ۲۱ ولسوالیو ته د ټاکنو د موادو د لېږد په تړاو وویل: (( د غزني د ۱۷ ولسوالیو تر څنګ د زابل په دایچوپان، د پکتیا په ګیان، د اروزګان په خاص اروزګان او د بدخشان کوهستان ولسوالۍ ته د بېلا بېلو عواملو په اساس تر اوسه د ټاکنو مواد نه دي استول شوي.))

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړي دا هڅه کوي چې د نورو چارو تر څنګ د غزني د ټاکنو نېټه هم ژر تر ژره اعلان کړي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه، په ځينو ولسوالیو کې چې د قانون له مخې ۲۵ سلنه حق ښځو ته په نظر کې نیول شوی، نه دی پوره شوی.

ده زیاته کړه: (( کمېسیون له مهال وېش سره سم لاره هواره کړه؛ خو داچې د ټولنې د لویې طبقې ۲۵ سلنه حق ضایع نه شي موږ بیا هم چمتو یو چې پوره وخت ورکړو او د کمېسیون غړو له اړونده ادارو سره خبرې پيل کړې دي تر څو ستونزه حل شي.))

د هغه په خبره، هڅه کېږي چې تر راتلونکې اوونۍ پورې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس معرفي او خپل کار پیل کړي.

د کمېسیون دغه چارواکي د دې په ویلو سره چې په راتلونکې اوونۍ کې به د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو لومړنی لېست هم اعلان شي زیاته کړه، ټاکل شوې چې په زندانونو،  روغتونونو او قول اردوګانو کې هم د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پيل شي.

نوموړي د خپلو خبرو په یوه برخه کې د رايې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د پام وړ یاد کړ او زیاته یې کړه، د چنګاښ تر ۱۵ مې اته ميلیون او ۹۱۸ زره په شرایطو برابرو(ښځو، نارینه، کوچیانو او اهل هنودو) د ولایتونو، ولسوالیو او کلیو په مرکزونو کې نوم لیکنه کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نوم لیکونکو له ډلې له پنځه ميلیون او ۶۸۱ زره کسانو ډېر نارینه، له درې ميلیون او ۶۷ زره ډېرې ښځې، له ۱۶۸ زره ډېرو کوچیانو او ۵۸۳ نور اهل هنود  دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.