ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د شمال لاریونونه څېړي

ولسي جرګه د شمال لاریونونه څېړي

author avatar
11 Jul 2018 - 19:58
ولسي جرګه د شمال لاریونونه څېړي
author avatar
11 Jul 2018 - 19:58

کابل (پژواک، ٢٠ چنګاښ ٩٧): ولسي جرګې دوو کمېسیونونو ته دنده سپارلې چې د نظام الدین قیصاري د نیولو څرنګوالی او د نوموړي د پلویانو لاریونونه دې وڅېړي.

د ملي دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي، په فاریاب کې د ناقانونه وسله والو قوماندان نظام الدین قیصاري، په فراه کې پر وسله والو طابانو د امنیتي پوستو او وسلو پلورونکی محمد داوود مبارز، په اروزګان کې نامسوول وسله وال قوماندان رحیم الله او په بدخشان کې د نشه يي توکو او قېمتي ډبرو په قاچاق تورن نادرشاه یې له نیولو وروسته څارنوالۍ ته ورپېژندلي دي.

خو په شمال کې یو شمېر خلک د قیصاري د نیولو په اعتراض چې د قیصاري درې تنه پلویان په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي هم دي، لاریونونه ترسره کړل او د قیصاري د راخوشې کولو غوښتنه یې وکړه.

دغه لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شول. لاریون کوونکو د ولایت مقام دفتر ته اور ورته کړ او درې لاریون کوونکي هم وژل شوي دي.

قیصاري د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان او د ولسي پاڅون کوونکو ځواکونو (د دولت پلوي وسله وال ځواکونو) په چارو کې د جنرال دوستم استازى دی.

د ولسي جرګې لومړی نايب همایون همایون د یادې جرګې په نننۍ ناسته کې په دې اړه وویل: ((موږ په دې تړاو قضاوت نه شو کولای چې قیصاري مجرم دی او یا نه، هغه وسله چې له قیصاري سره موجوده وه، د حکومت له لوري ور وېشل شوې ده، له ولسي جرګې څخه باید یو پلاوی لاړ شي او په جدي توګه قضیه وڅېړي، تر څو وکیلان سم قضاوت وکړي.))

ده د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل: ((د فاریاب مسئله او په شمال کې لاریونونه باید وړه خبر ونه ګڼل شي، ممکن چې ستونزه لویه شي او نور ولایتونه له ستونزو سره مخامخ کړي.))

نوموړي د ولسي جرګې د دفاعي او داخلي امنیتي چارو کمېسیونونو او په دې جرګه کې د فاریاب د خلکو استازو ته دنده ورکړه چې ژر فاریاب ته سفر وکړي او د قیصاري نیول او لاریونونه وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نهو ورځو راپه دېخوا د امنيتي ځواکونو له لوري د جنرال دوستم د ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري د نیولو په پار په بامیانو، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ او تخار ولایتونو کې سلګونه کسان لارو ته راوتلي او لاریونونه ترسره کوي.

نن هم د ملي جنبش زیاتره پلویانو په فاریاب او سرپل ولایتونو کې د اعتراض له امله په خپلو ولایتونو کې یې د ټاکنو د کمېسیون دفترونه تړلي او خپلې سټېکر وهلې پېژندپاڼې یې سوځولې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.