پل علم(پژواک،٢٠چنګاښ۹۷): د لوګر ولايتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په مرکز پل علم کې د هلکانو او نجونو ١٥ ښوونځي تړلي دي.
د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي نن د چنګاښ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغان ځواکونو د عملياتو په غبرګون کې طالبانو په مرکز پل علم کې ١٥ ښوونځي تړلي دي.
هغه وايي: (( طالبانو د هلکانو او نجونو ١٥ ښوونځي تړلي چې له امله يې د هلکانو او نجونو د څلور نيم مياشتنۍ ازموينه هم پاتې شوې ده.))
د هغه د معلوماتو له مخې، طالبانو د دې ښوونځيو مسوولينو، استادانو او زده کوونکو ته ګواښ کړى چې نور بايد ښوونځي ته ولاړ نه شي.
ستانکزى زياتوي: ((له طالبانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د ښوونځيو له تړلو لاس واخلي.))
دغه راز د مرکز پل علم د پورک د نجونو لېسې يوې زده کوونکي شيما پژواک ته وويل: (( سهار چې موږ مکتب ته راغلو، مکتب بند و ملازم يې مخې ته ناست و موږ ته يې ويل چې بېرته کورته لاړې شئ، مکتب بند دى.))
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د پوهنې رياست له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې طالبانو د مرکز په ځينو سيمو کې ښوونځي تړلي دي.
هغه په دې اړه د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه کړه.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې پژواک ته ويلي و چې طالبان د ښوونځيو په تړلو کې لاس نه لري.
د يادونې ده چې له تېرې شنبې ورځې راهيسې د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې هم ٣٩ ښوونځي د طالبانو د ګواښ له امله د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن