ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنې د ټاکنو او سولې په برخو کې د مرستو د دوام ژمنه وکړه

اروپايي ټولنې د ټاکنو او سولې په برخو کې د مرستو د دوام ژمنه وکړه

author avatar
12 Jul 2018 - 20:17
اروپايي ټولنې د ټاکنو او سولې په برخو کې د مرستو د دوام ژمنه وکړه
author avatar
12 Jul 2018 - 20:17

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٧): د اروپايي شورا رئيس وايي چې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه به د افغانستان د ټاکنو او سولې په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني بروکسل ته د خپل سفر په دویمه ورځ، نن مازدیګر د اروپايي شورا رئیس ډونالډ ټاسک سره وکتل.

سرچينه کامي، د اروپایي شورا رئیس ډونالډ ټاسک ولسمشر غني ته د هرکلي پرمهال وویل، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه به د افغانستان حکومت او خلکو لومړیتوبو ته په کتو په ځانګړي ډول د ټاکنو او سولې په برخه کې له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه د سولې په اړه د افغانستان په مالکیت د بین الافغاني مذاکراتو  هر اړخیز ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د سیمې هېوادونه باید دا درک کړي چې باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

ولسمشر غني افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د اروپایي اتحادیې د مرستو او د سولې  بین الافغاني مذاکراتو څخه د اروپایي ټولنې د ملاتړ مننه وکړه او ويې ویل، اروپایي ټولنه دې د ټاکنو بهیر د شفافیت په موخه خپل څارونکي ډېر کړي.

ده څرګنده کړه، زموږ او اروپايي ټولنې مشارکت په ارزښتونو ولاړ دی، هیله ده چې زموږ ګاونډیان د ماحول تغيیر درک او په دې برخه کې مثبت دریځ غوره کړي.

له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر په بروکسل ښار کې د المان لومړۍ وزیرې انګلا مرکل سره هم کتلي دي.

د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو او ټولو پام وړ موضوعاتو په هکله بحث او خبرې وکړې.

د المان لومړۍ وزیرې د ولسمشر  د اوربند نوښت وستایه او هغه ته یې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ، د جلغوزیو د بازار موندنې او حرفوي زده کړو په برخو کې د خپل هېواد د اوږدمهالو ژمنو ډاډ ورکړ.

اشرف غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د المان د هېواد او خلکو د سخاوتمندانه مرستو او د سولې پروسې څخه د ملاتړ او د همکاریو د دوام مننه وکړه.

ده وویل، په افغانستان کې ثبات دوامدارو مرستو ته اړتیا لري او المان د نویمې لسیزې له پیل راهیسې د بشري پانګونې په برخه کې له موږ سره مرسته کړې او د افغان ډاکټرانو او انجنیرانو روزنه له افغانستان سره د دې هېواد د مرستو یوه ښه بېلګه ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.