ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي خلک له بې کيفيته روغتیايي خدمتونو سرټکوي

د دایکنډي خلک له بې کيفيته روغتیايي خدمتونو سرټکوي

author avatar
12 Jul 2018 - 16:14
د دایکنډي خلک له بې کيفيته روغتیايي خدمتونو سرټکوي
author avatar
12 Jul 2018 - 16:14

 نيلى(پژواک،٢١چنګاښ٩٧):د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي په روغتیایې مرکزونو کې د بې کیفیته درملو له شتون، د متخصصو ډاکترانو او قابلو کمښت او د روغتیايي مرکزونو له لرې والي شکایت کوي او وايي چې په دغه ولایت کې د روغیتايي مرکزونو ودانۍ معیاري نه دي.

د دوی په خبره، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي مرکزونو او خدمتونو په برخه کې د دايکنډي د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي او خلک په دې برخه کې د بې کیفیته خدمتونو له امله هرکال میلیونونه افغانۍ له هېواده بهر مصرفوي.

بلخوا د دايکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولان د خلکو شکایت پر ځای بولي او وايي، د دايکنډي نفوس له ۷۰۰زرو کسانو ډېر دی خو روغتیایي خدمات د ۴۰۰ زرو کسانو لپاره ترسره کېږي چې دا دخلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د دایکنډي د نیلي ښار اوسېدونکي محمد دانش پژواک ته وویل، شاو خوا ۶۰ زره ناروغان د اړتیا وړ درمل په شخصي لګښت له درملتونونو څخه اخلي.

د دایکنډي دمدني ټولنې شبکې رییس سید محمد انور شهاب وايي، د دوی د څارنې له مخې؛ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي او ځینې وخت بیا روغتیایي کاروکوونکو سره له دې چې درمل په مرکز کې شته ناروغانو ته نه دي ورکړي او خلک مجبور شوي چې له بازار څخه یې تر لاسه کړي.

به همدې حال کې یو شمېر ټولنیز فعالان وايي، د دغه ولایت روغتوتونونه او روغتیايي مرکزونه د نسايي ولادي متخصصو ډاکترانو له کمښت سره مخ دي.

د ښځو دحقونو فعاله او د ډيموکراسۍ او سولې د برابرۍ بنسټ مسووله لیلا حسیني وايي، د دډایکنډي روغتونونه او ولایتي روغتیايي مرکزونه د نسايي او و لادي متخصصو ډاکترانو له کمښت سره مخ دي او ډېری مېرمنې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري.

د هغې په خبره، یواځې په ولایتي روغتون کې دوه د نسایي ولادي متخصصين جذب شوي وو چې یو یې استعفا ورکړې ده.

د دایکنډي د خدیر ولسوالۍ اوسېدونکې رقیې پژواک خبري اژانس ته وویل: (( زموږ په سیمه کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري او په اوړي کې چې د موټر لارې موجودې وي ښه ده خو په ژمي کې د واورې له امله لارې تړل کېږي که ښځې ولادت کوي او قابلې ته اړتیا ولري له مرګ پرته بله لار نه لري.))

 

دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي د غرنۍ جغرافيې په درلودو او په یو شمېر برخو کې د ګرمۍ پر مهال تر روغتیایې مرکزونو د تګ لپاره خلک لسګونه کیلومتره پلې لار وهي، خو په ژمي کې د لارې بندېدو له امله له روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې وي.

 د دایکنډي د اشترالي ولسوالۍ اوسېدونکي علي مردان وویل: ((له بده مرغه زموږ په سیمه کې روغتون نشته، موږ جوړ سړک هم نه لرو، ځينې وخت د سړک د نشتون له امله زموږ ناروغان مړه کېږي، څو ځله مو خپل غږ پورته کړی خو نه پوّهېږم چې په هېواد کې مو څوک شته اړمنو کسانو ته ځواب ورکړي؟.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.