ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسیې شارژدافیر: له طالبانو سره يواځې محدود تماسونه لرو

د روسیې شارژدافیر: له طالبانو سره يواځې محدود تماسونه لرو

author avatar
12 Jul 2018 - 16:19
د روسیې شارژدافیر: له طالبانو سره يواځې محدود تماسونه لرو
author avatar
12 Jul 2018 - 16:19

کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٧): په کابل کې د روسيې سفارت وايي، له طالبانو سره له محدودو تماسونو پرته له هغوى سره پوځي – تخنيکي او مالي مرسته نه کوي او په دې اړه وارد شوي تورونه بې بنسټه او بې دليله دي.

دغه مطلب په افغانستان کی د روسیې سفارت شارژدافیر البیرت خوریف په هغې خبرپاڼه کې په ډاګه کړى چې نن پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

سرچينه کاږي، په کابل کې د روسیې سفارت د هلمند له ولایته د سولې کاروان غړو او د هغوی یوځای شویو نورو افغان ملګرو ته هرکلی کوي.

بايد وويل شي چې د هلمند د سولې کاروان نږدې دوه مياشتې مخکې د شاوخوا ۷۰۰ کيلو متره پلي تګ او د خلکو له پراخ ملاتړ وروسته د غبرګولي په ۲۸مه کابل ته را ورسېد او ولسمشر د دوی د ليدنې لپاره د کابل ښار حضوري چمن ته لاړ او د هغوی له ياد سوله غوښتونکي مدني حرکت څخه يې ملاتړ وکړ.

تر دې وروسته د دې کاروان غړو د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر، د امريکا سفارت او بيا د روسيې سفارت مخو ته څو ورځني پرلتونه وکړل. دا سوله غوښتونکي د روسيې سفارت مخې ته د چنګاښ په ١٥مه تللي وو او نن يې هلته پرلت پاى ته ورساوه او د پاکستان سفارت مخې ته يې پرلت پيل کړ.

د روسيې سفارت په خبرپاڼه کې د ياد شوي روسي ديپلماټ له قوله راغلي چې دوى د سولې د کاروان داسې هلې ځلې چې موخه یې د افغانستان حکومت او د طالبانو تر منځ د مستقیم او مشخص ډیالوګ په ساحه کې عملي نتیجې ته رسېدل دي، پوره ملاتړ کوي.

ده ويلي، د سولی د کاروان پراخ حرکت په دې ښکاره نښه ده چې په هېواد کې د پخلاتوب ملي پروسه په حقیقت کې اصلاً یوه بین الافغانی پروسه ده او په خپله د افغانانو تر لارښوونې لاندې تر سره کېږي.

هغه زياته کړې، روسيه د سولې پروسې چې په خپله د افغانانو په مشرۍ عملي کېږي او همداراز د افغانستان د حکومت، منطقوي او بین المللي شریکانو له خوا يې په اړه مناسب کوښښونه کېږي، ملاتړ کوي.

د نوموړي په وينا، په دې وروستیو وختونو کې درې ورځنی اوربند چې د روژې په اخر کې ممکن شو، د دواړو خواوو تر منځ بشپړې سولې ته د رسېدو په لاره کې د پرمختګ ګام دی.

دا چې په دې وروستيو کې ويل کېږي چې روسيه له طالبانو سره پوځي او مالي مرسته کوي، په دې اړه په کابل کې د روسیې سفارت شارژدافیر څرګنده کړې چې روسیه هیڅکله له طالبانو سره نه نظامي – تخنیکي او نه مالي مرسته کړې او نه یي کوي؛ ټول تورونه په دې اړه هیڅ بنسټ او شواهد نه لري او بېخي بې دلیله دي.

خو ده ويلي:”له طالبانو سره زموږ محدود تماسونه یواځې دوه هدفونه لري؛ په افغانستان کی د روسي اتباعو امنیت تأمینول او د افغانانو په رهبرۍ د سولې پروسې سره همکاري کول.”

د روسیی سفارت د طالبانو مشرتابه ته بلنه ورکړې چې د خلکو غږ ته غوږ ونیسي او د افغانستان له حکومت سره د خبرو اترو مېز ته کېني.

ياد شوي لوړپوړي روسي ديپلوماټ زياته کړې چې د روسیې سفارت تر څنګ د سولې کاروان د غړو راټولېدل دا په ډاګه کوي چې د افغانستان ولس د سولې په پروسه کې د روسیې رول مثبت او مهم ګڼي.

البیرت خوریف وايي: “موږ د دې سوله ییزې مظاهرې ټولو برخه والو ته بلنه ورکوو چې د خپل حرکت په ترڅ کې احتیاط او ویښتوب رعایت کړي او همداراز له افغان حکومت څخه غوښتنه کوو چې د مغرضانو له خوا د احتمالي دسیسې د مخه نیولو لپاره اضافي امنیتي تدابیر ونیسي.”

د ده په خبره، دوى د هلمند د سولې کاروان برخه والو ته ښه روغتیا، بریالیتوب، د هغوی د پلانونو د کامیابه عملي کېدو او خپلو کورونو ته په خیر ستنېدل او ټولو افغانانو ته سوله، ثبات او سمسورتیا غواړي.

بايد وويل شي چې د ناټو سازمان نن د خپلې سرمشریزې غونډې په اعلامیه کې د ايران او پاکستان ترڅنګ له روسيې وغوښتل چې د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړ.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.