ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د دوستم راتګ سره کوم مخالفت نه لرم

عبدالله: د دوستم راتګ سره کوم مخالفت نه لرم

author avatar
12 Jul 2018 - 15:10
عبدالله: د دوستم راتګ سره کوم مخالفت نه لرم
author avatar
12 Jul 2018 - 15:10

بروکسل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۷) : د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې هېواد ته د جنرال عبدالرشید دوستم راتګ سره مخالفت نه لري.

د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشيد دوستم له تېر یوه کال راهیسې د احمدایشچي له قضیې وروسته په ترکیه کې د تبعید ژوندتېروي.

هغه څو میاشتې مخکې هېواد ته د راتګ هڅه کړې وه، خو الوتکې ته یې د کېناستو اجازه ورنه کړل شو.

ډاکتر عبدالله چې نن دچنګاښ په ۲۱مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سرمشریزې غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره خبرې کولې، زیاته کړه : (( موږ په داسې حال کې قرار لرو، چې له طالبانو سره د سولې خبرې کېږي، نو په دې وخت کې باید شخصیتونه له هېواده بهر ونه                واوسي، زما په شخصي نظر زه د هغه راتګ سره کوم مخالفت نه لرم.))

نوموړي وویل، کله چې په لویه کچه د سولې خبرې کېږي، نه باید د هېواد مهم شخصیتونه له هېواده بهر وي.

خو ډاکتر عبدالله د هغه د راتګ پر وړاندې د شته موانعو په اړه څه ونه ویل.

نوموړي زیاته کړه،که چېرې ددوستم په اړه کومې قانوني خبرې شته، باید خلکو ته روښانه شي.

هغه په شمال کې د جنبش قوماندان قیصاري د نیولو او له هغه وروسته د پیل شویو لاریونونو په اړه وویل چې د خلکو غوښتنې حکومتي مسوولینو ته اهمیت لري.

اجراییه رییس وویل، غوښتنې باید قانوني وي او دا غوښتنې په داسې توګه مطرح شي چې خلکو ته ستونزې پیدا نه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.