ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزار کې راستنو شويو کډوالوکورنيو ته د غاليو اوبدلو ماشينونه ورکړل شول

مزار کې راستنو شويو کډوالوکورنيو ته د غاليو اوبدلو ماشينونه ورکړل شول

author avatar
12 Jul 2018 - 15:20
مزار کې راستنو شويو کډوالوکورنيو ته د غاليو اوبدلو ماشينونه ورکړل شول
author avatar
12 Jul 2018 - 15:20

مزارشريف ( پژواک، ۲۱چنګاښ ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې پر پنځه سوه بېرته راستنو شويو کډوالوکورنيو د غاليو اوبدلو ماشينونه او خام توکي ووېشل شول.

د کليو او پراختيا وزارت د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا پروګرام مسوولينو د چنګاښ په ۲۱ مه مزار شريف کې د يادو وسايلو د وېش پر مهال وويل چې دغه توکي هغو کورنيو ته ورکول کېږي، چې له وړاندې غالۍ اوبدلو سره بلدتيا ولري.

د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا د پروګرام مسوول همايون نجفي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، له هر اړخيزې سروې وروسته يې موندلې، چې دغه ۵۰۰ کورنۍ د لاسنيوي وړ وې.

هغه زياته کړه چې دغه کورنۍ له ايران او پاکستان څخه وطن ته راستنې شوې دي او په وينا يې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان وې.

نجفي زاده همدا راز وويل چې د غالۍ اوبدلو د دغو پنځه سوو ماشينونو او خامو توکو ټوليز لګښت نږدې دوولس نيم ميليونه افغانۍ دی، چې د کليو پراختيا وزارت له خوا ورکړل شوى دى.

هغه پژواک ته وويل: (( موږ ځکه له دغو کسانو سره مرسته وکړه، چې دوى له دې مخکې په ايران او پاکستان کې دغاليو اوبدلو کار کړی او دغې چارې ته لاس رسی لري.))

نوموړي هيله وښوده چې له دې مرستې سره به د يادو بېوزله کورنيو په اقتصادي چارو کې مثبت بدلون راشي.

هغه همدا راز وويل چې د دغه پروګرام بل هدف، د افغاني غاليو د سکتور پياوړتيا ده چې د هېواد په صنعت او سوداګرۍ کې مهم ځای لري.

د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا د پروګرام مسوول په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې دغه برنامه کې يې ۸۵ سلنه مېرمنې او ۱۵ سلنه نارينه تر پوښښ لاندې نيولي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.