غزني ښار(پژواک،٢١چنګاښ٩٧): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو د هوايي بريد امله ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ په لانګه سيمه کې د طالبانو پر يو مرکز هوايي بريدونه کړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې ٢٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په وژل شويو کې د ملا خيرمحمد، ملا قاسم او محمد عبدالله په نومونو د طالبانو ډلمشران هم شامل دي.
خو بل لورته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په ناوې ولسوالۍ کې د اوبو پر يوې بمبې هوايي بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دې پېښه کې دوه کروندګر وژل شوي او طالبانو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د يادونې ده چې د غزني ناوه ولسوالۍ له تېرو ١٦ کلونو راهيسې له وسله والو طالبانو سره ده.
دغه ولسوالۍ شاوخوا دوه کاله وړاندې امنيتي ځواکونو يواځې د درېيو ورځو لپاره نيولې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن