ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نى: افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالي ډېر شوي

نى: افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالي ډېر شوي

author avatar
12 Jul 2018 - 15:31
نى: افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالي ډېر شوي
author avatar
12 Jul 2018 - 15:31

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۷): د "نى" اداره وايي، افغانستان کې د خبريالانو وژنه، ډبول او ګواښل په منځنۍ کچه شاوخوا٣٠ سلنه ډېر شوي او زرو خبريالانو ته له څو مياشتو راهيسې تنخوا نه ده ورکړل شوې.

د خپلواکو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) اجرائيوي مشر مجيب خلوتګر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې د روان ۱۳۹۷ کال له پيل راهيسې تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۳ تنه خبريالان وژل شوي دي.

هغه وايي چې د تېر کال په همدې موده کې نهه خبريالان وژل شوي و.   

د خلوتګر په وينا، سږ کال ۱۵ خبريالان ډبول شوي او لس نور ګواښل شوي دي.  هغه وايي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د خبريالانو په ډبولو کې ٣٦ سلنه او په ګواښلو کې ٢٠ سلنه لوړوالى راغلى دى.

هغه وايي،د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي نوې پېښه دا ده چې ناپېژانده وسله والو تېره شپه د نور خصوصي تلوېزيون د سياسي برنامې پر چلوونکي رشاد ډزې کړې او په پښه يې ټپي کړى دى.

دغه راز هغه وويل چې تېره ورځ په غزني کې د خبريالانو د ټولنې له  مشر رحمت الله نېکزاد سره د ځانګړو پوليسو له لوري تاوتريخوالى شوى او د موټر  تورې ښېښې يې لرې کړل شوې دي.

د ولسمشر د هدايت له مخې څوک حق نه لري چې تورې ښيښې لرونکو موټرو کې وګرځي، خو په کابل او نورو ولايتونو کې ليدل کېږي چې ځينې کسان په تورو ښيښو موټرو کې ګرځي.

خلوتګر وايي، خبريالان بايد په تورو ښيښو لرونکو موټرو کې ونه ګرځي، خو پوليسو بايد په دې تړاو له نېکزاد سره له تاوتريخوالي ډک چلند نه واى کړى.

خلوتګر په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل چې هېواد کې نږدې اتيا سلنه رسنيو خپلو خبريالانو ته له يوې تر ١٦ مياشتو تنخواګانې نه دي ورکړي او ځينې رسنۍ بيا داسې دي چې د خبريالانو د تنخوا له ورکړې منکر دي او زورواکي کوي.

دى په دې اړه د رسنيو نومونه نه يادوي خو وايي که چېرې د رسنيو خاوندان د خپلو خبريالانو تنخواګانې    ور نه کړي نو نومونه به يې له خلکو سره شريک کړي.

ځينې خبريالان هم د خبريالانو د امنيت د خونديتوب په برخه کې حکومت ګرم بولي او وايي چې په دې برخه کې د حکومت کړنې شعاري بڼه لري.

د نور خصوصي تلوېزيون خبريال حفيظ الله امين سالنګي پژواک ته وويل حکومت د هغو قوانينو د پلي کېدو په برخه کې پاتې راغلی کوم چې د خبريالانو د مصوونيت په موخه تصويب او توشېح شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.