بروکسل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۷): ولسمشر غني نړیوالو څارونکو ته بلنه ورکړه چې د افغانستان له راتلونکو ټاکنو څخه دقیقه څارنه وکړي.
ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې نن د چنګاښ په ۲۱مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې غونډې پر مهال د افغانستان په ځانګړې غونډه کې وکړې.
د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر هم په دې غونډه کې ګډون کړی دی.
ولسمشر غني زیاته کړه چې د شخړو هواري، فساد او مجرمینو سره مبارزه، سولې او پرمختګ لپاره هلې ځلې د حکومت مهم کارونه دي.
ده وویل: ((زه او ډاکټر عبدالله همدې لپاره دلته راغلي یو چې له ناټو او متحدینو مننه وکړو، تاسو په افغانستان کې ډېرې قربانۍ ورکړې دي.))
د نوموړي په وینا، د سوېلې اسیا په اړه د ولسمشر ټرمپ اعلان شوې تګلاره د لوبې بدلوونکې ده، د افغانستان لپاره یې یو چانس ورکړ چې خپلو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
ولسمشر اشرف غني وویل، چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ لپاره ډېر کار شوی او د راتلونکو ټاکنو لپاره د ۳۴ سلنې ښځو په ګډون ۸،۶ میلیونه خلکو نوم لیکنه کړې ده.
هغه زیاته کړه: ((ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې را روانې دي، موږ نړیوالو څارونکو ته بلنه ورکوو چې له دې پروسې څخه څارنه وکړي.))
د ده په خبره، افغانستان ویاړي چې له نړیوالې ټولنې سره یې خپلې ټولې ژمنې عملي کړې دي.
ولسمشر وایی، د افغانستان په عوایدو کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی، د فساد پر ضد د مبارزې له ۱۹ برخو څخه یې ۱۴ یې عملي شوې دي.
هغه د اصلاحاتو په اړه وویل چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پولیسو او ملي اردو ۵۳۵ جنرالان تقاعد ته سوق شوي دي.
اشرف غني زیاته کړه: ((موږ په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیت په برخو کې خپلې همکارۍ پراخوو.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن