ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پلخمري کې بڼوالو تازه مېوې نندارې ته وړاندې کړې

پلخمري کې بڼوالو تازه مېوې نندارې ته وړاندې کړې

author avatar
12 Jul 2018 - 14:29
پلخمري کې بڼوالو تازه مېوې نندارې ته وړاندې کړې
author avatar
12 Jul 2018 - 14:29

پلخمري (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٧): د بغلان ولایت د تازه مېوو بڼوالو سږکال حاصلاتو کې د زیاتوالي له امله له خپلو باغونو څخه ترلاسه کړې بېلا بېلې تازه مېوې نندارې ته وړاندې کړې.

د دې نندارتون موخه د کرنې وزارت مسوولینو له خوا د ورکړل شوو اصلاح شوو تخمونو څخه د حاصلاتو ښودنه او بڼوال یې د نویو اصلاح شوو تخمونو کرلو ته هڅول و.

د بغلان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست ريیس عبدالوهاب خیرخواه د نندارتون ګډوانوالو ته په وینا کې وویل، له نېکه مرغه سږ کال بغلان کې د تازه مېوو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې ټول ورته خوښ دي، د حاصلاتو د زیاتوالي لامل یې هم د اصلاح شوو تخمونو کر او بڼوالو یې د کرنې سیستم تطبیق دی.

 ده زياته کړه، د تازه مېوو نندارتون جوړېدو اساسي موخه دا ده چې حاصلات مو ډېر شوي، د پلور لپاره یې د مارکېټ موندنې لپاره هم په هڅه کې یو چې پر وخت او په سمه بیه وپلورل شي او همدارنګه د کرنې وزارت په پام کې لري چې د ۵زره ټنو په ظرفیت یوه سړه خونه جوړه کړو چې ترلاسه کړې مېوې راڅخه خرابې نه شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار محمد غلام ملاخېل هم د حاصلاتو له ډېرښت څخه خوښي وښوده او بڼوالو سره يې د مارکېټ پیدا کولو په برخه کې د لا هڅو ژمنه وکړه.

ده وويل: ((موږ دوه ډوله تخمونه وېشلي، یو یې د دانو له مخې او دویم یې چې تازه له ترکيې هېواد څخه وارد شوي، د ریشو له لارې کرل کېږي چې په یو جریب ځمکه کې تر ۶۰۰ نیالګیو ايښودل کېږي او حاصل یې هم خورا ښه دی؛ زموږ راتلونکی پلان هم دا دی چې د تخمونو له لارې د کرل شوو نیالګیو په کر کې کموالی راولو او د ریشې نیالګي کېږدو.))

 هغه زیاته کړه، په لومړیو کې موږ د باکیفیته نیالګیو سرچینه نه لرله، اوس چې موږ دغه پړاو ته رسېدلي یو، په بغلان کې مو پر لس زره جریبه ځمکه د مېوو نیالګي کېښودل او باوري دي چې له دې وروسته به ان د اروپايي هېوادونو په کچه هم د مېوو صادرولو وړتیا ولري.

د پلخمري د زمان خېلو د سیمې بڼوال ملا عبدالستار د خپلې بڼوالۍ په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: ((زما د بڼوالۍ شپږ کاله شوي، پخوا مې شولې، غنم او داسې نور نااصلاح شوې دانې کرلې، خوسږکال چې مې د مېوو او دانو اصلاح شوي تخمونه وکرل، په حاصلاتو کې څو برابره زیاتوالی لیدل کېږي.))

د ده په وينا، د څو کلونو د تجربې پر اساس ویلای شي چې تر شولو او غنمو د مېوو حاصلات څو برابره د کروندګر په ګټه دي؛ د مېوو حاصل په یو وار د سړي جیب ور ډکوي، خو د شولو زحمت ډېر او حاصل یې کم دی.

 نوموړى د بغلان له کروندګرو غوښتنه کوي، هغه ځمکې چې د مېوه لرونکو ونو کر ته مناسبې وي، د تازه مېوو نیالګي دې په کې کېږدي چې له حاصلاتو یې ټول هېوادوال برخمن او خوند ترې واخلي.

په بغلان کې په عامه توګه کروندګر شولې، غنم، جوار، وربشې او د لوبیا ترڅنګ خټکي، هندواڼې او بادرنګ کري، خو په وروستیو څو کلونو کې د تازه مېوو نوي تخمونه رواج شوي او زرګونه جریبه ځمکو کې د تازه مېوو باغونه جوړ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.