ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې د جهیل ماتېدو له امله  ۱۴ کسان مړه شوي

پنجشېر کې د جهیل ماتېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي

author avatar
12 Jul 2018 - 13:38
پنجشېر کې د جهیل ماتېدو له امله  ۱۴ کسان مړه شوي
author avatar
12 Jul 2018 - 13:38

 دویم تعقیب ـ پاراخ( پژواک ۲۱ چنګاښ ۹۷): په پنجشېر کې د غره  ښویېدو او د یوه جهیل د اوبو د راخوشي کېدو له امله د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې شاو خوا ۳۶۰ د استوګنې کورونه، دوکانونه او جومات تخریب شوي او ۱۴ کسان په کې مړه شوي دي.

 سیمه ییزې سرچینې وايې، د یاد ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ له پېشغور کلي څخه  پورته  په یو موازي جهیل کې د غره ښویېدو یاد کلي ته دپام وړ زیانونه اړولي دي. 

 تر اوسه د یادې پېښې په تړاو بېلا بېل معلومات خپاره شوي دي.

ځاني زيان

 د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ امر نجم الدین ويلي، په دغه پېښه کې د پېشغور کلي ۱۴ اوسېدونکي مړه شوي دي.

 پېښو ته درسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند عمر محمدي د یادې پېښې مرګ ژوبله لس کسان ښيي، خو نوموړي وايي چې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو امکان شته .

د پنجشېر د ولایتي شورا رییس عظم الدین میرزايي نن سهار د یادې پېښې مرګ ژوبله پنځه کسان ښودلې ده او ويلي يې دي، مرګ ژوبله ځکه کمه ده چې د سیمې اوسېدونکي د اوبو له ډېرېدو او شدت مخکې له کورونو وتلي دي.

 د پنجشېر مرستیال محمد امین صدیقي وايي: (( داچې د پنجشېر سیند د اوبو لاره تړل شوې او اوبه د کلي په سر راټولې شوې دي، نو هر شېبه د سیند د طغيان امکان شته، نو له دې امله د پنجشېر سیند ته له نږدې اوسېدونکو  غواړو چې احتیاط وکړي او دسیند له نږدې سیمې لرې لاړ شي.))

 مالي زیانونه

د پنجشېر د ولایتي شورا رییس نن سهار ویلي چې د پېشغور په سیمه کې شاو خوا ۴۰۰ کورونه او کرنیزې ځمکې په بشپړ یا کمه اندازه وران شوي او د سیمې د خلکو څاروي هم له منځه تللي دي.

 د هغه په خبره،په دې پېښه کې څلور کیلو متره سړک هم ویجاړ شوی چې له امله يې د پریان او حصه اول ولسوالیو تر منځ د تګ راتګ لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.