د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د دایکنډي خلک له بې کيفيته روغتیايي خدمتونو سرټکوي

د دایکنډي خلک له بې کيفيته روغتیايي خدمتونو سرټکوي

Jul 12, 2018 - 16:14

 نيلى(پژواک،٢١چنګاښ٩٧):د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي په روغتیایې مرکزونو کې د بې کیفیته درملو له شتون، د متخصصو ډاکترانو او قابلو کمښت او د روغتیايي مرکزونو له لرې والي شکایت کوي او وايي چې په دغه ولایت کې د روغیتايي مرکزونو ودانۍ معیاري نه دي.

د دوی په خبره، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي مرکزونو او خدمتونو په برخه کې د دايکنډي د خلکو اړتیاوې نه پوره کوي او خلک په دې برخه کې د بې کیفیته خدمتونو له امله هرکال میلیونونه افغانۍ له هېواده بهر مصرفوي.

بلخوا د دايکنډي د عامې روغتیا ریاست مسوولان د خلکو شکایت پر ځای بولي او وايي، د دايکنډي نفوس له ۷۰۰زرو کسانو ډېر دی خو روغتیایي خدمات د ۴۰۰ زرو کسانو لپاره ترسره کېږي چې دا دخلکو اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د دایکنډي د نیلي ښار اوسېدونکي محمد دانش پژواک ته وویل، شاو خوا ۶۰ زره ناروغان د اړتیا وړ درمل په شخصي لګښت له درملتونونو څخه اخلي.

د دایکنډي دمدني ټولنې شبکې رییس سید محمد انور شهاب وايي، د دوی د څارنې له مخې؛ روغتونونه او روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي او ځینې وخت بیا روغتیایي کاروکوونکو سره له دې چې درمل په مرکز کې شته ناروغانو ته نه دي ورکړي او خلک مجبور شوي چې له بازار څخه یې تر لاسه کړي.

به همدې حال کې یو شمېر ټولنیز فعالان وايي، د دغه ولایت روغتوتونونه او روغتیايي مرکزونه د نسايي ولادي متخصصو ډاکترانو له کمښت سره مخ دي.

د ښځو دحقونو فعاله او د ډيموکراسۍ او سولې د برابرۍ بنسټ مسووله لیلا حسیني وايي، د دډایکنډي روغتونونه او ولایتي روغتیايي مرکزونه د نسايي او و لادي متخصصو ډاکترانو له کمښت سره مخ دي او ډېری مېرمنې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري.

د هغې په خبره، یواځې په ولایتي روغتون کې دوه د نسایي ولادي متخصصين جذب شوي وو چې یو یې استعفا ورکړې ده.

د دایکنډي د خدیر ولسوالۍ اوسېدونکې رقیې پژواک خبري اژانس ته وویل: (( زموږ په سیمه کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري او په اوړي کې چې د موټر لارې موجودې وي ښه ده خو په ژمي کې د واورې له امله لارې تړل کېږي که ښځې ولادت کوي او قابلې ته اړتیا ولري له مرګ پرته بله لار نه لري.))

 

دا په داسې حال کې ده چې دایکنډي د غرنۍ جغرافيې په درلودو او په یو شمېر برخو کې د ګرمۍ پر مهال تر روغتیایې مرکزونو د تګ لپاره خلک لسګونه کیلومتره پلې لار وهي، خو په ژمي کې د لارې بندېدو له امله له روغتیايي خدمتونو بې برخې پاتې وي.

 د دایکنډي د اشترالي ولسوالۍ اوسېدونکي علي مردان وویل: ((له بده مرغه زموږ په سیمه کې روغتون نشته، موږ جوړ سړک هم نه لرو، ځينې وخت د سړک د نشتون له امله زموږ ناروغان مړه کېږي، څو ځله مو خپل غږ پورته کړی خو نه پوّهېږم چې په هېواد کې مو څوک شته اړمنو کسانو ته ځواب ورکړي؟.))

د خلکو دا نظرونه په داسې حال کې وړاندې کېږي چې د یاد ولایت د ولایتي شورا غړی او د روغتیايي شورا رییس وايي، د ولایت د نفوس او روغتیايي خدمتونو د نه برابرۍ، له روغتیايي مرکزونو ډېره فاصله او د مرکزونو د ودانيو کمښت له امله روغتیايي خدمتونه په معیاري او اساسي ډول نه تر سره کېږي.

نوموړي زیاته کړه، سربېره پر دې چې مخکې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ وو خو له یو کال راهيسې داستونزه تر یوې اندازې حل شوې ده.

همدارنګه د نیلي د اوسېدونکو په خبره، په دایکڼدي کې روغتونونه او روغتیایي مرکزونه د بستر له کمښت سره مخ دي او ځينې وخت دوه ناروغان په یو بستر پراته وي.

د نیلي یوه اوسېدنکي علي وویل: (( زه خپله شاهد وم چې څو ورځې وړاندې په ولایتي روغتون کې ناروغان ډېر و او دوه یې په یوه بستر پراته وو.))

په همدې حال کې د دایکنډي د عامې روغتیا رییس علي درمان سره له دې چې په دغه ولایت کې روغتیایي خدمتونه د قناعت وړ بولي، خو یو شمېر ستونزې لکه د ناروغانو د بستر کمښت، د نرسانو کموالی او د روغتیایي مرکزونو کموالی مني.

د هغه په خبره، هغه بوديجه چې د دایکنډي ولایت روغتیا ته ځانکړې شوې د مرکزي احصايې له مخې له ۴۰۰ زرو څخه د ډېرو کسانو لپاره ده، خو د دایکنډي نفوس له ۷۰۰ زره کسانو ډېر دی او دا خدمتونه د خلکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ورکولای.

ده زیاته کړه چې په ټولو روغتیايي مرکزونو کې ناروغانو ته درمل ورکول کېږي خو په دې وروستیو کې د مالي ملاتړ کوونکو موسسو دقرارداد د پاى ته رسېدو له امله د درملو له کموالي سره مخ دي او په نږدې راتلونکې کې به دا ستونزه حل شي.

 نوموړي زیاتوي: (( د یاد ولایت پېچلې جغرافيې او د کلیو تیت موقعیت ته په کتو زموږ روغتیایي مرکزونه کم دي خو هڅه کېږي چې له یوې لارې د خلکو اړتیاوې پوره شي او دغه ستونزې یې د عامې روغتیا له وزارت سره شريکې کړې دي او د حل لپاره به یې هڅې کوي.))

د یادولو ده چې په دایکنډي کې ۱۳۵ روغتیايي مرکزونه او درې روغتونونه فعالیت کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement