د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

طالبانو د فراه مرکز کې ١٣ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

طالبانو د فراه مرکز کې ١٣ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې

Jul 12, 2018 - 15:08

فراه(پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۷): یوه امنیتي سرچینه وايي، تېره شپه د فراه د مرکز اړوند پر پنځمه امنيتي حوزه وسله والو طالبانو برید کړی چې له امله یې پنځه پولیس وژل شوي، اته ټپیان دي او پنځلس نور طالبانو ژوندي نیولي.

خو د فراه د والي ویاند ناصر مهري د پنځلس پولیسو د نیول کېدو خبره رد کړې او وايي، په دې برید کې څلور پولیس او پنځه طالبان وژل شوي او شپږ پولیس او اووه وسله وال طالبان ټپیان دي.

په فراه کې یوې امنیتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د فراه د مرکز اړوند په رج کلي کې د پولیسو پر پنځمه امنیتي حوزه برید کړی دی.

د سرچینې په خبره، په دې برید کې اووه پولیس وژل شوي، اته ټپیان دي او پنځلس نور وسله والو طالبانو ژوندي نیولي دي.

هغه وویل، طالبانو یو هاموې ټانک ته اور اچولی، درې ټانګونه، یو شمېر وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

هغه وايي، د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

خو د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي ویلي، په دغه برید کې لس پولیس وژل شوي او پنځلس نور طالبانو له ځان بيولي دي.

د هغه په خبره، په یاد برید کې یو ټانک او امنیتي پوسته تخریب شوې او څلور هاموې ټانکونه یې له سپکو او درنو وسلو سره یو ځای د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

احمدي ویلي، په دې برید کې دوه طالبان هم ټپیان شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement