د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

مزار کې راستنو شويو کډوالوکورنيو ته د غاليو اوبدلو ماشينونه ورکړل شول

مزار کې راستنو شويو کډوالوکورنيو ته د غاليو اوبدلو ماشينونه ورکړل شول

Jul 12, 2018 - 15:20

مزارشريف ( پژواک، ۲۱چنګاښ ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې پر پنځه سوه بېرته راستنو شويو کډوالوکورنيو د غاليو اوبدلو ماشينونه او خام توکي ووېشل شول.

د کليو او پراختيا وزارت د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا پروګرام مسوولينو د چنګاښ په ۲۱ مه مزار شريف کې د يادو وسايلو د وېش پر مهال وويل چې دغه توکي هغو کورنيو ته ورکول کېږي، چې له وړاندې غالۍ اوبدلو سره بلدتيا ولري.

د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا د پروګرام مسوول همايون نجفي زاده پژواک خبري اژانس ته وويل، له هر اړخيزې سروې وروسته يې موندلې، چې دغه ۵۰۰ کورنۍ د لاسنيوي وړ وې.

هغه زياته کړه چې دغه کورنۍ له ايران او پاکستان څخه وطن ته راستنې شوې دي او په وينا يې چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان وې.

نجفي زاده همدا راز وويل چې د غالۍ اوبدلو د دغو پنځه سوو ماشينونو او خامو توکو ټوليز لګښت نږدې دوولس نيم ميليونه افغانۍ دی، چې د کليو پراختيا وزارت له خوا ورکړل شوى دى.

هغه پژواک ته وويل: (( موږ ځکه له دغو کسانو سره مرسته وکړه، چې دوى له دې مخکې په ايران او پاکستان کې دغاليو اوبدلو کار کړی او دغې چارې ته لاس رسی لري.))

نوموړي هيله وښوده چې له دې مرستې سره به د يادو بېوزله کورنيو په اقتصادي چارو کې مثبت بدلون راشي.

هغه همدا راز وويل چې د دغه پروګرام بل هدف، د افغاني غاليو د سکتور پياوړتيا ده چې د هېواد په صنعت او سوداګرۍ کې مهم ځای لري.

د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا د پروګرام مسوول په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې دغه برنامه کې يې ۸۵ سلنه مېرمنې او ۱۵ سلنه نارينه تر پوښښ لاندې نيولي دي.

د مرسته اخيستونکو کسانو له ډلې څخه د مزار شريف اوسېدونکې زهرا پژواک ته وويل چې له يادې مرستې سره به يې ډېرې اقتصادي ستونزې حل شي.

هغې زياته کړه: ((د دغو مرستو په وسيله موږ کولی شو تر څو د افغانستان لاسي صنايعو ته د سيمې په کچه پرمختګ ورکړو چې تر څنګ به يې  زموږ ډېرې اقتصادي ستونزې هم  حل شي.))

زهرا وايي چې وړاندې له دې يې هم د غاليو اوبدلو کار کاوه، خو په وينا يې چې اړونده شرکتونو به د حق الزحمې په ډول ډېرې لږې پيسې ورکولې.

هغه اوس هيله لري، چې د غاليو اوبدلو د ماشين او نورو خامو توکو تر لاسه کېدو سره به يې هم ستونزې حل شي او هم به کاري فرصت ورته برابر شي.

عبدالرحيم چې يو کال وړاندې له ايران هېواد څخه بېرته وطن ته راستون شوی، د غاليو اوبدلو د ماشين تر لاسه کېدو پر مهال يې پژواک سره خبرو کې هيله وښوده چې له دې وروسته به خپلو بچو ته يوه مړۍ حلاله ډوډۍ وګټي.

نوموړي زياته کړه چې دا ډول مرستې د اقتصادي مشکلاتو په حل کې ورسره ډېره مرسته  کوي.

هغه پژواک ته وويل: ((په ايران کې مې د غالۍ اوبدلو په يوه کارخونه کې کار کاوه، يو کال وړاندې وطن ته راغلم، حيران وم چې څه وکړم، د غالۍ اوبدلو د ماشين او نورو وسايلو د اخيستلو وس مې نه درلود، حکومت ته دې خدای خير ورکړي، چې کمک يې راسره وکړ.))

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د کليوالي ښځو د اقتصادي پياوړتيا پروګرام مسوولين وايي چې ياده برنامه د پنځو کلونو لپاره ده او موخه يې په اقتصادي برخه کې د ښځو د ځان بساينې لپاره کار کول دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement