ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو افغانستان کې د ماموریت د دوام او تر ۲۰۲۴ کاله د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ اعلان وکړ

ناټو افغانستان کې د ماموریت د دوام او تر ۲۰۲۴ کاله د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ اعلان وکړ

author avatar
12 Jul 2018 - 18:57
ناټو افغانستان کې د ماموریت د دوام او تر ۲۰۲۴ کاله د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ اعلان وکړ
author avatar
12 Jul 2018 - 18:57

بروکسل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۹۷): د ناټو سازمان په سرمشریزه غونډه کې تر نامعلومې مودې پورې په افغانستان کې د روزنې ماموریت د دوام او تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنې وشوې.

دغه څرګندونې په هغه پرېکړه لیک کې شوي چې د چنګاښ په ۲۱مه، د ناټو سرمشریزې غونډې پر مهال د افغانستان په اړه تر ځانګړې ناستې وروسته خپور شوی دی.

په دغه ۱۲ ماده ییز پرېکړه لیک یا اعلامیه کې راغلي چې ناټو او متحدین یې له افغانستان سره اوږد مهاله همکاریو ته ژمن دي.

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې سولې ته د خلکو لېوالتیا اوهیلې ورځ تر بلې زیاتیږي او ناټو یې په دې برخه کې ملاتړ کوي.

په دې پرېکړه لیک کې ناټو او متحدینو یې د خپلو ځواکونو او د افغانستان د خلکو د هغو قربانیو قدرداني کړې، چې د سولې او ثبات لپاره له کلونو راهیسې یې ورکوي.

د ناټو د سرمشریزې په دې اعلامیه کې راغلي، دوی غواړي چې افغانستان بیا هیڅکله د ترهګرو پر خوندي ځالې بدل نه شي، په همدې موخه دوی غواړي چې په افغانستان کې د روزنې خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.

په پرېکړه لیک کې د افغان امنیتي ادارو ستاینه شوې چې په دې وروستیو کې یې ډېر پرمختګونه کړي او د دوی وړتیاوې یې ستايلې دي .

سرچینې زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کولو په موخه د افغانستان د شخړې هواري لپاره سیاسي جوړ جاړي ته اړتیا ده؛ په همدې موخه ناټو او متحدین یې طالبانو سره د سولې په اړه د افغان ولسمشر د هلو ځلو او طرحې ملاتړ کوي.

هغوى دغه راز د تېر اختر په ورځو کې د اوربند په اړه د افغان حکومت د پرېکړې ستاینه کړې او د طالبانو یې غندنه کړې چې اوربند يې ونه غځاوه.

ناټو پر افغان طالبانو غږ کړی چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې سره یوځای شي، څو افغان شخړې ته دوامداره د حل لاره پیدا شي.

په پرېکړه لیک کې راغلي: ((ناټو او متحدین یې د افغانانو له خوا د سیاسي جوړجاړي د هر هغې پرېکړې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره کېږي، ملاتړ کوي.))

دغه راز ناټو د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو د ځپلو په موخه د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کړی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.