د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" يو حکومتي پلاوی به نن شپه د غني نوي وړاندیزونه له دوستم سره شریک کړي"

" يو حکومتي پلاوی به نن شپه د غني نوي وړاندیزونه له دوستم سره شریک کړي"

Jul 12, 2018 - 18:28

کابل (پژواک، ۲۱چنګاښ ۹۷): د جنبش ګوند یوه سرچینه وايي چې ټاکل شوې افغان حکومتي پلاوی د ولسمشرغني نوي وړاندیزونه نن شپه له جنرال دوستم سره شریک کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال سروردانش درې ورځې وړاندې د ترکیې ولسمشر د لوړې مراسمو په څنډه کې له جنرال عبدالرشید دوستم سره تر ليدو وروسته خبرې اترې وکړې.

یادې سرچینې د نوم له اخیستو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جمهوري ریاست دوم مرستیال سرور دانش په مشرۍ پلاوی چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي او له ارګ څخه یو سترچارواکی په کې شامل وو، و نه توانېد چې په لومړۍ ناسته کې د جنرال دوستم قناعت تر لاسه کړي.

هغه زیاته کړه چې په لومړي پړاوکې  هوکړې ته و نه رسېدل؛ خو کله چې ولسمشر بروکسل ته سفر وکړ، د قیصاري د نیولو په غبرګون کې په بېلابېلو ولایتونو کې لاریونونه پراخ شول او ولسمشر سرور دانش ته لارښوونه وکړه چې بیا له جنرال دوستم سره وګوري.

سرچينې د ولسمشر د يادو دوو مرستیالانو تر منځ د لومړۍ ليدنې جزییاتو په اړه وویل: (( کله چې دانش دوستم ته ورغی او ورته ویې ویل چې حکومت غواړي قیصاري خوشي کړي، خو کابل کې دې وي؛ دوستم دا خبره و نه منله او ټینګاریې کاوه چې قیصاري د هېواد شمال ولایتونو امنیت ټینګښت په برخه کې اغېزمن دی او باید بېرته فاریاب ته لاړ شي.))

سرچینې زیاته کړه : (( تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې؛ خو ټاکل شوې چې نن شپه دانش، ذکي او له ارګ څخه بل استازی ، بیا له دوستم سره ملاقات وکړي او د ولسمشر وروستي نوي وړاندیزونه ورسره شریک کړي.))

سرچینې له ترکیې څخه هېواد ته د جنرال دوستم د ستنېدو په اړه څه و نه ویل؛ خو زیاته یې کړه چې که پلاوی له دوستم سره په دې کتنه کې  وروستۍ هوکړې ته ورسېږي، نو وروسته  به یې د راتګ په اړه پرېکړه وشي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement