د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پنجشېر کې د جهیل ماتېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي

پنجشېر کې د جهیل ماتېدو له امله ۱۴ کسان مړه شوي

Jul 12, 2018 - 13:38

 دویم تعقیب ـ پاراخ( پژواک ۲۱ چنګاښ ۹۷): په پنجشېر کې د غره  ښویېدو او د یوه جهیل د اوبو د راخوشي کېدو له امله د دغه ولایت په لومړۍ حصې ولسوالۍ کې شاو خوا ۳۶۰ د استوګنې کورونه، دوکانونه او جومات تخریب شوي او ۱۴ کسان په کې مړه شوي دي.

 سیمه ییزې سرچینې وايې، د یاد ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ له پېشغور کلي څخه  پورته  په یو موازي جهیل کې د غره ښویېدو یاد کلي ته دپام وړ زیانونه اړولي دي. 

 تر اوسه د یادې پېښې په تړاو بېلا بېل معلومات خپاره شوي دي.

ځاني زيان

 د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ امر نجم الدین ويلي، په دغه پېښه کې د پېشغور کلي ۱۴ اوسېدونکي مړه شوي دي.

 پېښو ته درسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند عمر محمدي د یادې پېښې مرګ ژوبله لس کسان ښيي، خو نوموړي وايي چې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو امکان شته .

د پنجشېر د ولایتي شورا رییس عظم الدین میرزايي نن سهار د یادې پېښې مرګ ژوبله پنځه کسان ښودلې ده او ويلي يې دي، مرګ ژوبله ځکه کمه ده چې د سیمې اوسېدونکي د اوبو له ډېرېدو او شدت مخکې له کورونو وتلي دي.

 د پنجشېر مرستیال محمد امین صدیقي وايي: (( داچې د پنجشېر سیند د اوبو لاره تړل شوې او اوبه د کلي په سر راټولې شوې دي، نو هر شېبه د سیند د طغيان امکان شته، نو له دې امله د پنجشېر سیند ته له نږدې اوسېدونکو  غواړو چې احتیاط وکړي او دسیند له نږدې سیمې لرې لاړ شي.))

 مالي زیانونه

د پنجشېر د ولایتي شورا رییس نن سهار ویلي چې د پېشغور په سیمه کې شاو خوا ۴۰۰ کورونه او کرنیزې ځمکې په بشپړ یا کمه اندازه وران شوي او د سیمې د خلکو څاروي هم له منځه تللي دي.

 د هغه په خبره،په دې پېښه کې څلور کیلو متره سړک هم ویجاړ شوی چې له امله يې د پریان او حصه اول ولسوالیو تر منځ د تګ راتګ لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

 خو د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ امر وايي، په دې پېښه کې ۲۰۰ د استوګنې کورونه، ۱۵۰ دوکانونه، لس جوماتونه او څو جريبه کرنیزې ځمکې تخریب شوې او شاو خوا ۶۰ نقلیه وسیلو ته زیان اوښتی دی.

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر ویاند عمر محمدي ویلي، په دغه پېښه کې د استوګنې ۳۰۰ کورونه تخریب شوي، خو هغه روښانه کړه چې ورکړل شوې شمېرې لومړنۍ دي او د زیاتېدو امکان یې شته.

زیانمنو کسانو ته رسېدنه

 پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند وايي، د پنجشېر او پروان ولایتونو له مرکز څخه د پلټنې او ژغورنې  ټېم يې له خوراکي توکو او د څښاک له اوبو سره یو ځای د پېښې سیمې ته استولی دی.

همدارنګه نوموړى زیاتوي، زیانمونو کسانو ته د رسېدو او څېړنې په موخه د دولت وزارت پېښو ته د رسېدو د چارو د مالي او ادراي مرستیال تر مشرۍ لاندې یو پلاوی له دوه هليکوپترو سره یو ځای سیمې ته تللی دی.

 د پنجشېر مرستیال محمد امین صديقي له ټولو دولتي ارګانونو، پېښو ته د رسېدو له ملي او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې په دې پېښه کې د پنجشېر له خلکو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement