د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په بېلابېلو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېلابېلو پېښو کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Jul 12, 2018 - 11:08

جلال اباد-کلات(پژواک،٢١چنګاښ٩٧): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د ګازو ډبې د چاودنې له امله يو ماشوم مړ شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي او په زابل کې د هاوان مرمۍ پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطالله خوږياڼي د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار پنځمې حوزې اړوند د کابل اډې پول ته څېرمه د ګاز ډبو  یوې هټۍ اور اخيستى و.

هغه زياته کړه: (( دغه اورلګېدنه د ګاز ډبو هټۍ کې د هټیوال د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې،که څه هم د اور وژنې ډله په ټاکلې وخت سیمې ته ورسېدله او اور یې مړ کړ،خو مرګ ژوبله يې واړوله.))

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو ماشوم مړ شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په شاجوی ولسوالۍ کې د وسله والو د هاوان مرمۍ لګېدو ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي، تېره شپه وسله والو طالبانو پر شاجوی ولسوالۍ د هاوان یوه مرمۍ توغولې چې د ملکي وګړو پر یوه کور لګېدلې ده.

نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي، یوه ښځه او دوه نور ماشومان ټپیان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي..

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking