ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د ملي اردو ٣٠سرتېري وژل شوي

په کندوز کې د ملي اردو ٣٠سرتېري وژل شوي

author avatar
12 Jul 2018 - 12:43
په کندوز کې د ملي اردو ٣٠سرتېري وژل شوي
author avatar
12 Jul 2018 - 12:43

کندوز(پژواک،٢١چنګاښ٩٧):د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٣٠ د ملي اردو سرتېري او ٥٠ طالبان وژل شوي دي.

د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي نن د چنګاښ په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ په پل مومن سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر قرارګاه او پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دې بريدونو له امله تر اوسه ٣٠ د ملي اردو سرتېري وژل شوي، لس نور ټپيان دي او جګړه لا هم روانه ده.

ده زياته کړه: ((په دې سيمه کې امنيتي چارواکي سخت وارخطا دي، بايد ژر مرستې ورته ورسول شي که نه مرګ ژوبله به له دې هم ډېره شي.))

دغه راز د پل مومن سيمې يو تن قومي مشر اخترمحمد پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه ٥٥ د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي: (( طالبانو په دې سيمه کې د ملي اردو يو بيز نيولى، ټول وسلې او تجهيزات يې ترې وړي دي او اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.))

ده ټينګار وکړ چې مرستندويه ځواکونه بايد ژر تر ژره سيمې ته ورسېږي.

خو د ملي دفاع وزارت سرپرست وياند محمد رادمنش پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه ١٥ د ملي اردو سرتېري او ٥٠ طالبان وژل شوي دي.

ده وويل چې په سيمه کې د ځمکنيو او هوايي ځواکونو له لوري عمليات پيل شوي او ډېر ژر به د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شي.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې تېره شپه طالبانو د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ په پل سيف الدين، بلول، کمال او جمال سيمو کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې ١٦ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.