د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"که د اوبو کارولو کې سپما و نه شي راتلونکي کلونه به د ناورین تر بریده وچکالي رامنځته شي"

"که د اوبو کارولو کې سپما و نه شي راتلونکي کلونه به د ناورین تر بریده وچکالي رامنځته شي"

Jul 12, 2018 - 14:36

کندهار (پژواک، ۲١ چنګاښ ۹۷): د کندهار اوسېدونکي او چارواکي وايي چې که د اوبو په کارولو کې له سپما کار وانخیستل شي، نو راتلونکي کلونه به د ناورین تر بریده وچکالي رامنځته شي.

که څه هم سږ کال ټول هېواد وچکالۍ ځپلی خو کندهار له ۷۰ سلنه وچکالۍ سره مخامخ دی.

د وچکالۍ له امله د کندهار په دهلې بند کې د اوبو کچه شاوخوا نيمايي راکمه شوې چې د دې ولایت د ۷ ولسوالیو د باغونو او کروندو خړوبولو یوازینۍ لویه سرچینه ده، دغه راز په ډېرو سیمو کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لسګونه متره ټیټه شوې چې نه یوازې د څښاک د اوبو د کمښت ستونزه یې پیدا کړې، بلکې له امله یې زرګونه جریبه ځمکه له کرنې پاتې شوې او په ځینو سیمو کې یې بیا ۶۰ سلنه مالداري له منځه وړې ده.

خلک وايي، وچکالۍ سږ کال د کندهار ټول اوسېدونکي اغېزمن کړي او له ستونزو سره مخ کړي دي، که دغه حالت دوام وکړي او اوبه و نه سپمول شي نو په راتلونکو کلونو کې د ناورینونو د رامنځته کېدو وېره شته.

د کندهار ښار د لویې ویالې اوسېدونکي محب الله پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښار په هغو سیمو کې چې د څښاک د پاکو اوبو شبکه نشته او خلک برمو وهلو ته اړ دي، تر ځمکې لاندې د اوبو کچه لسګونه متره ټيټه شوې ده.

هغه زیاته کړه، پخوا چې به دغلته خلکو څاه ګانې وکیندلې په ۵۰ متره کې یې اوبه ورکولې خو اوس په ۱۵۰ متره کې  هم اوبه نه ورکوي.

دی وايي، همدا خلکو ته د خطر زنګ دی چې د اوبو په کارولو کې باید تر وروستي بریده سپما وشي.

د نوموړي په باور، یو خو له لویه سره دغلته بارانونه کم شوي او وچکالي یې رامنځته کړې، خو خپلسرو برمو وهلو دغه ستونزه لا پسې جدي کړې چې چارواکي یې باید مخنیوی وکړي.

د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ باغ لرونکي نظر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د اوبو د کمښت له امله به سږ کال انګور ښه حاصلات و نه لري.

هغه زیاته کړه، دهلې بند د دې ولایت د اوو ولسوالیو باغونه او کروندې خړوبوي، خو دا چې سږ کال په کې اوبه کمې دي، باغونو او کروندو ته ډېرې کمې اوبه رسېږي.

د ده په خبره، د دې ولایت د ډېرو اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی چې سږنۍ وچکالۍ له فقر او غربت سره مخ کړي دي.

دی وايي، حکومت ته په کار دي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو واړه واړه بندونه جوړ کړي څو د اړتیا پر مهال ورڅخه کار واخیستل شي او د اوبو د کمښت مخنیوی وشي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د پرمختللې نړۍ په څېر باید په افغانستان کې هم د کروندو او باغونو د اوبه خوړ پخوانۍ طریقه بدله شي، ځکه ډېرې اوبه ورسره ضایع کېږي، په دې برخه کې باید له نوو مېتودونو کار واخیستل شي.

ده وویل، په دې برخه کې هم مسوولیت حکومت ته راجع کېږي چې نوې لارې چارې دود کړي.

د میوند ولسوالۍ کروندګر او باغ لرونکي هم ورته شکایت کوي او وايي، د وچکالۍ له امله په دغه ولسوالۍ کې د اوبو سرچینې وچې شوي او د خلکو کښتونه او باغونه د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دغې ولسوالۍ یوه کروندګر اختر محمد پژواک ته وویل، کلونه مخکې د دې ولسوالۍ کروندې او باغونو د کارېزونو په اوبو خړوبېدلې خو د پر له پسې وچکالیو له امله ډېری کارېزونه وچ شوي دي.

دی وايي، ډېرو کروندګرو او باغ لرونکو د خپلو کروندو او باغونو د خړوبولو لپاره برمې وهلي ،خو د سږنۍ وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او هغوی کافي اوبه نه لري.

د ده په خبره، دغه حالت په کندهار کې کرنې او مالدارۍ ته لوی ګواښ پېښ کړی دی.

کندهار کې سږنۍ وچکالۍ کوچیان هم زیانمن کړي چې نه د خپلو مالونو لپاره کافي خوراک لري او نه اوبه، هغوی وایي د اوبو د نشتوالي له امله اړ شوي خپل مالونه وپلوري، ځکه سږنۍ وچکالۍ یې ورشوګانې ځپلي او د خوراک لپاره یې څه نه لري.

دوی وايي، په تېرو وختونو کې چې کلونه اباد وو، د هوا له ګرمېدو سره زرګونه کوچیان د کندهار ولسوالیو ته راتلل، خو سږ کال د وچکالۍ له امله دغه شمېره کمه شوې او ګڼو کوچیانو بیا د ورته ستونزو له امله ښاري ژوند ته مخه کړي او خپلې مالدارۍ یې له لاسه ورکړې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سعیدي پژواک ته وويل چې په ټولیزه توګه ټول هېواد وچکالۍ ځپلی، خو کندهار له ۷۰ سلنه وچکالۍ سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه، سږ کال په کندهار کې یوازې ۷۵ ملي متره باران اورېدلی په داسې حال کې چې د یوه اباد کال لپاره له ۴۰۰ تر ۵۰۰ ملي متره باران ته اړتیا وه.

دی وايي، له همدې امله کندهار کې د اوبو سرچینې کمې شوي او د دې ولایت په شمالي او سرحدي ولسوالیو کې ۳۵ زره هکتاره ځمکه له کرلو پاتې شوې ده.

د ده په خبره، تر ټولو ډېره وچکالي په رېګستان ولسوالۍ کې ده چې نه یوازې خلک یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي، بلکې دغلته ۶۰ سلنه مالداري له منځه تللې ده.

په کندهار کې د ارغنداب سینديزې حوزې مسوول انجنیر وحید الله کامران وايي، سږ کال د کم اورښت له امله په دهلې بند کې د اوبو کچه شاوخوا نيمايي راکمه شوې چې د دې ولایت د ۷ ولسوالیو د باغونو او کروندو د اوبولو یوازینۍ لویه سرچینه ده.

هغه پژواک اژانس ته وویل، په تېرو کلونو کې د دهلې بند اوبه چې هر کال د وري میاشتې په لومړيو کې راخوشې کېدلې، سږ کال د اوبو د کمښت له امله يوه نيمه مياشت وځنډېدلې.

خو دی وايي چې دغه اوبه به د تېر په شان بشپړ کال نه، بلکې یوازې د څو میاشتو لپاره بسنه وکړي.

د کندهار والي زلمی ویسا هم وايي چې په دې ولایت کې د وچکالۍ ستونزه ډېره جدي ده او د مخنيوي لپاره یې حکومت او ولس ګډ مسوولیتونه لري.

دی وايي، که د اوبو په کارولو کې سپما و نه شي او وچکالي همداسې دوام وکړي نو په راتلونکو کلونو کې به ناورینونه رامنځته کړي او ان دا وېره شته لکه ۴۰ کلنې جګړې چې ډېر خلک کډوالۍ ته اړ کړل، وچکالي همداسې خلک کډوالۍ ته اړ کولای شي.

خو ده له خبریالانو، رسنیو او ټولنیزو فعالانو وغوښتل چې یو او بل ته لاس ورکړي او د اوبو د ارزښت او سپمولو په اړه د رسینو له لارې پراخ کمپاینونه وکړي.

دی وايي، هڅه کوي په دې ولایت کې په دې برخه کې د پوهاوي کمېټې هم جوړې کړي څو خلک د اوبو له ارزښت څخه خبر کړي چې اوبه ژوند دی او ضایع کول یې د هغوی د راتلونکو نسلونو د مرګ په معنا دی.

د دې تر څنګ ده یادونه وکړه چې په کندهار کې تر ځمکې لاندې د اوبو د کچې ټيټوالی د خپلسرو برمو وهلو له امله دی چې د مخنیوي لپاره به يې اقدام وشي.

د ده په خبره، اوس یې هم یادېږي چې کلونه وړاندې په کندهار ښار کې ځمکې په یو نیم متر کې اوبه کولې خو اوس په ځینو سیمو کې په ۵۰ متره او په ځینو سیمو کې ان پر ۱۵۰ متره کې اوبه کوي.

دغې ستونزې ته په کتو په دې وروستیو کې د ټولنیزې رسنۍ فېسبوک ګڼو کارکوونکو د وچکالۍ موضوع ته پام اړولی او د اوبو د ارزښت او د سپما په اړه یې کمپاین پيل کړی دی.

ډېرو پر خپلو فېسبوک پاڼو لیکلي چې د خپلسرو برمو او څاه ګانو کېندل تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو د کمېدو سبب ګرځېدلي دي.

هغوی دغه راز د خلکو له خوا د اوبو ډېره بې ځایه کارونه، په حمامونو، تشنابونو، موټرشويي، د کورونو د غولي په مینځلو، د اوبو د کولرونو په کارولو او ګڼو نورو برخو کې د اوبو سپما ته نه پاملرنه هره ورځ د میلیونونو لېټره خوږو اوبو د ضایع کولو لاملونه ګڼلي چې که مخنیوی یې و نه شي نو خلک به د اوبو د کمښت له بحران سره مخ شي.

موده مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف خبرداری ورکړی و چې وچکالۍ په افغانستان کې د شاوخوا یو میلیون کسانو ژوند اغېزمن کړی چې د دوی په منځ کې نیم میلیون یې ماشومان دي.

د دې ادارې په باور، په راتلونکو میاشتو کې به دا شمېر دوو میلیونو کسانو ته ورسېږي، ځکه وچکالۍ ۲۲ ولایتونه اغېزمن کړي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement