د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​ننګرهار کې پنځه داعش وسله وال نيول شوي

​ننګرهار کې پنځه داعش وسله وال نيول شوي

Jul 12, 2018 - 16:44

جلال اباد(پژواک،۲۱چنګاښ۹۷):د ننګرهار حکومتي چارواکي وایي چې د ملي امنيت ځواکونو پنځه داعش وسله وال نيولي چې ځينو يې امنيتي سرتېري او عام خلک وژلي دي.

نيول شوي کسان د چنګاښ په ۲۱مه د دغه ولايت د رسنيو دفتر کې د ملي امنيت منسوبينو له لوري خبريالانو ته هم وښودل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د یو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل چې د ملي امنيت ځواکونو په روداتو ولسوالۍ کې د قاضي ملا او عنايت په نومونو  د داعش ډلې دوه غړي نيولي دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، دغو دوو کسانو د تېرې روژې په مياشت کې د روژه ماتي پرمهال د جلال اباد ښار په تالاشۍ چوک، شپږمې ناحيې، بهسودو ولسوالۍ او ځېنو نورو سيمو کې يو ملکي کس او شپږ امنيتي سرتېري وژلي دي.

ده وويل چې د ملي امنيت ځواکونو له جلال اباد ښار څخه د داعش ډلې مالي مسوول حيدر علي هم نيولى دى.

خوږياڼى وايي چې په نيول شويو کسانو د داعش ډلې د وسلو مسوول نجيب الله هم شامل دى چې د ملي امنيت ځواکونو د سرخرود ولسوالۍ له شيخ مصري کمپ څخه نيولى دى.

د والي ویاند وایي چې د راج محمد په نوم یو بل داعش وسله وال هم د ملي امنیت ځواکونو له لوري ژوندی نیول شوی،چې ټولو نیول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعترافات هم کړى دى .

د ملي امنيت ادارې له لوري يوه سي ډي هم خبریالانو ته ورکړل شوه، چې د نيول شويو کسانو اعترافونه په کې اخيستل شوي دي.

بل لورته داعش ډلې په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement