ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په قره باغ کې د ترافيکي پېښې له امله ٣تنه مړه،٦ نورټپيان شول

د کابل په قره باغ کې د ترافيکي پېښې له امله ٣تنه مړه،٦ نورټپيان شول

author avatar
13 Jul 2018 - 11:47
د کابل په قره باغ کې د ترافيکي پېښې له امله ٣تنه مړه،٦ نورټپيان شول
author avatar
13 Jul 2018 - 11:47

کابل (پژواک، ٢٢ سرطان ٩٧): د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله درېيو تنو ژوند له لاسه ورکړ او شپږ نور ټپيان شول.

د کابل د قره باغ ولسوال محمدعظيم دل آغا پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د دغې ولسوالۍ په "پنج پل" سيمه کې يو ټيلري موټر له یو فلاينکوچ موټر سره ټکر وکړ.

هغه زياتوي چې په دغه پېښه کې يوه ښځه، يو ماشوم او يوه سړي ژوند له لاسه ورکړى او يو ماشوم، درې سړي او دوې ښځې ټپي شوي دي.

د ده په وينا، د پېښې ټپيان چې د ډېرو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى، د درملنې لپاره د کابل ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

هغه وايي چې د موټرچلوونکو بې احتياطي د دغې پېښې د رامنځته کېدو لامل شوې ده.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.