د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغان حج کوونکو د لېږد پروسه سبا له کابل نه پيليږي

د افغان حج کوونکو د لېږد پروسه سبا له کابل نه پيليږي

Jul 13, 2018 - 11:26

کابل (پژواک، ۲۲چنګاښ۹۷): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، سعودي عربستان ته د افغان حج کوونکو د لېږد پروسه سبا له کابل نه پيليږي.

د دغه وزارت د خپرونو مشر ناصرالدين دريځ پژواک خبري اژانس ته وويل چې سبا به د مرکز زون اړوند حج کوونکو لومړى پرواز د سهار په پنځو بجو او دويم د مازيګر په شپږو بجو د کابل له هوايي ډګر څخه تر سره شي.

د هغه په وينا، په دغو دوو پروازونو کې به شاوخوا ٧٠٠ تنه سعودي عربستان ته ولېږدول شي.

د ده په وينا، په پام کې ده چې سږ کال له افغانستان څخه ٣٠ زره تنه د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ولاړ شي. دى وايي چې د دغو کسانو د لېږد مسووليت د کام اير خصوصي شرکت ته ورکړل شوى دى. 

هغه وويل چې د دېرش زره افغان حج کوونکو لېږد به په څه باندې يوه مياشت کې بشپړ شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement