د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د جوزجان په فيض اباد ولسوالۍ کې ٧ کلي طالبانو نيولي دي

د جوزجان په فيض اباد ولسوالۍ کې ٧ کلي طالبانو نيولي دي

Jul 13, 2018 - 09:41

میمنه (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٧): وسله والو طالبانو د جوزجان په فيض اباد ولسوالۍ کې د مزار- شبرغان د لويې لارې په اوږدو کې ٧ کلي نيولي دي.

په دغه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونکوونکو يو قوماندان چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ له غرمې وروسته د دغې ولسوالۍ په شيشه خانه ترکمنيه او ګرجک کليو کې نښتې پيل شوې. 

هغه چې تېره ورځ ماښام مهال يې خبرې کولې، زياته کړه چې وروسته نښتې پراخه شوې چې په پايله کې يې امنيتي ځواکونو سيمه پرېښوده او وسله والو طالبانو د شیشه خانه عربیه، شیشه خانه ترکمنیه، شیشه خانه اوزبیکیه، شیشه خانه افغانیه، گُرجک، شیخ آباد او خیرآباد کلي ونيول.

د جوزجان د والي وياند ولي محمد رضا غفوري د طالبانو لاسته د ٧ کليو لوېدل تاييد کړل.

هغه تېر ماښام وويل چې په سيمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې روانې دي او امنيتي ځواکونه هڅه کوي چې له لاسه وتلي کلي بيرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي چې سيمې ته نور ځواکونه استول شوي او د بلخ له خوا هم دولتي ځواکونو عمليات پيل کړي، تر څو له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي. 

د هغه په وينا، تر اوسه په دغو نښتو کې له ولسي پاڅونکوونکو څخه دوه تنه ټپيان شوي دي. 

هغه دعوه کوي چې په نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو وايي چې  ده ته يې کره شمېر نه دى څرګند.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ياد کلي دولتي ځواکونو څلور ورځې مخکې د دولت له وسله والو مخالفينو څخه نيولي وو.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement