ګرديز(پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٧): ځينې سرچينې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د شاوخوا شلو ملکي وګړو او ٢٦ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د سهاکو سيمې اړوند د شملزيو کلي اوسېدونکى شيرين جان پژواک خبري اژانس ته وويل چې دولتي ځواکونو تېره ورځ او تېره شپه په دغه سيمه کې مځکني او هوايي بريدونه وکړل.
د هغه په وينا، په دغو بريدونو کې په يو کور کې د درېيو ماشومانو، درېيو ښځو او پنځو سړيو په ګډون ١١ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د هغه په خبره، پر دغه کور تر بمبارد مخکې وسله والو طالبانو پر امنيتي ځواکونو ډزې کړې وې.
د ده په وينا، دولتي ځواکونو د سهاکو په ځينو نورو کليو کې هم شاوخوا نهه نور ملکي وګړي وژلي دي.
د شيرين د معلوماتو له مخې، د يادو بريدونو پر مهال د سهاکو په بېلابېلو سيمو کې ٢٦ طالبان هم وژل شوي دي.
د سهاکو يو بل اسيدونکی حسن وايي چې د دولتي ځواکونو د يادو عملياتو پر مهال ټول شاوخوا شل ملکي وګړي وژل شوي دي.
دى وايي طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دى يې د شمېر په اړه کره معلومات نه لري.
د سيمې اوسېدونکي چې د ملکي خلکو وژلو سخت غوسه کړي، وايي چې دولتي ځواکونو له سيمې څخه يو شمېر کسان له ځان سره بيولي هم دي.
د زرمت ولسوال حکيم وزيري په عملياتو کې د ملکي خلکو وژل کېدل تاييدوي، خو وايي کره شمېر يې ورسره نشته.
سيمه ييز حکومتي چارواکي په دغو عملياتو کې د شاوخوا ٣٢ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبره کوي، خو وايي چې د عملياتو پر مهال د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېرې به تر پلټنو وروسته د ملي دفاع وزارت له خوا خپرې شي.
دوى د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د کره معلوماتو له ورکولو پرته وايي، ملکي خلکو ته ځکه مرګ ژوبله اوښتې چې طالبانو د خلکو له کورونو د سنګر په توګه ګټه پورته کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن