ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“کاپيسا کې يوه زده کوونکي ازموينه کې د ستونزو له امله ځانوژنه کړې”

“کاپيسا کې يوه زده کوونکي ازموينه کې د ستونزو له امله ځانوژنه کړې”

author avatar
13 Jul 2018 - 09:27
“کاپيسا کې يوه زده کوونکي ازموينه کې د ستونزو له امله ځانوژنه کړې”
author avatar
13 Jul 2018 - 09:27

محمود راقى (پژواک، ٢٢ چنګاښ ٩٧): ځينې سرچينې د کاپيسا په دويم کوهستان ولسوالۍ کې په سهوې سره د يو زده کوونکي له وژل کېدو خبر ورکوي، خو ځينې وايي چې هغه په ازموينه کې د ستونزو له امله ځانوژنه کړې ده.

د دویم کوهستان ولسوال نوراغا هوشمند پژواک خبري اژانس ته وویل چې وژل شوى ماشوم فريدون نوميده، د قلعه نو ښوونځي د شپږم ټولګي زده کوونکى و او په خپله سيمه "کاريزي" کې نن وژل شوى دى.

د هغه په وينا، پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.  

د فريدون د کورنۍ غړيو ويلي چې فريدون په سهوې سره د چره ييز ټوپک په ډز وژل شوى دى.

خو د سيمې يو تن اوسېدونکى شفیق د جزيياتو له ورکولو پرته وايي، چې فريدون په ښوونځي کې سيالي لرله او په ازموينه کې د ستونزو له امله يې ځانوژنه کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.