ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوشمېر سیاسي جریانونه د بایومټریک ټکنالوجۍ پرمټ د بیا نوم لیکنې غوښتونکي شول

يوشمېر سیاسي جریانونه د بایومټریک ټکنالوجۍ پرمټ د بیا نوم لیکنې غوښتونکي شول

author avatar
14 Jul 2018 - 17:05
يوشمېر سیاسي جریانونه د بایومټریک ټکنالوجۍ پرمټ د بیا نوم لیکنې غوښتونکي شول
author avatar
14 Jul 2018 - 17:05

کابل (پژواک،۲۳چنګاښ ۹۷):  په هېواد کې د ګوندونو اوایتلافونو مشران، د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر نیمګړی، درغلیو او کړکیچ ته د لارې هوارونکی بللی او د بایومټریک ټکنالوجۍ پرمټ د بیا نوم لیکنې غوښتونکي شول.

د سیاسي ګوندونو اوایتلافونو مشرانو نن کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د رڼو ټاکنو ترسره کولو او په څو اړخیز نظام (MDR) د نه لېږد وړ واحدې رایې نظام بدلون (SNTV) لپاره حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته طرحه وړاندې کړه.

په دې ګډه غونډه کې د یو شمېر سیاسي جریانونو مشرانو، لکه د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، د حزب اسلامي مشرګلبدین حکمتیار، دافغانستان خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق، د حراست او ثبات جبهې استازي محمد یونس قانوني، د ملي جنبش ګوند سرپرست باتور دوستم، د محاذ ګوند مشر سیدحامدګیلاني، د افغانستان نوین ملي جبهې مشر انوارالحق احدي، د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند استازي اسدالله سعادتي او د ولسمشرحامدکرزي استازي ضراراحمدمقبل ګډون درلود.

د هغوی په وړاندیز شوې طرحه کې راغلي دي: (( موږ ګوندونه، سیاسي جریانونه او ملي شخصیتونه د نوم لیکنې بهیر چې په کره او تخصصي ډول نه دى ترسره شوی، حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د افغان ولس ارزښتمن وخت پرې ضایع کړی، میلیونونه ډالر یې په دې برخه کې لګولي، نیمګړی، فساد رامنځ ته کوونکی، درغلیو ته لار برابرونکی او کړکیچ زیږونکی بهیر بولو.))

یادو سیاسي ګوندونو، له حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسیون څخه وغوښتل چې د رڼو او ټولو سیاسي لورو ته د منلو وړ ټاکنو ترسره کولو لپاره دې د نوم لیکنې دا بهیر چې د درغلیومخه نه شی نیولی، باطل اعلان کړي او د بایومټریک ټکنالوجۍ پرمټ دې بیا د نوم لیکنې بهیر پیل کړي.

د دې طرحې په بله برخه  کې په څو اړخیز نظام (MDR) د نه لېږد وړ واحدې رایې نظام (SNTV) بدلون باندې په ټینګار سره ویل شوي چې په څو اړخیز ټاکنیز نظام کې د افغانستان په کچه د کډوالو، د داخلي بې ځایه شوو او هغو کسانو چې په ناامنو سیمو کې ژوند کوي، د رایې ورکولو  له حق څخه د استفادې موکه برابره شوې او په شرایطو برابرهرکس کولی شي ، تر ټولو په نږدې ټاکنیزه حوزه کې خپله رایه وکاروي.

د دې جریانونو مشرانو په یاده طرحه کې د ټاکنو په ټولو پروسو  د ګوندونو او بې پرې مدني بنسټونو څار اغېزناکه بولي او ویلي یې دي: (( موږ ګوندونه، سیاسي جریانونه او ملي شخصیتونه ، یو ځل بیا ټینګارکوو چې د سیاسي ګوندونو او مدني بې پلوه بنسټونو یوې خونې په رامنځ ته کولو سره ، د ټاکنو پر ټولو پړاونو د سیاسي ګوندونو څارنې ته لار هواره شي او د ټاکنیزو کمېسیونونو هیڅ پرېکړه  او ګام د ګوندونو له څارنې پرته تر سره نه شي.))

د ګوندونو او سیاسي ایتلافونو مشران ګواښ کوي: (( که حکومت، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او نړیواله ټولنه د هغوی معقولي او په حقه غوښتنې له  پامه وغورځوي او دا نیمګړې او کړکیچ زېږونکې پروسه پر مخ یوسي ، موږ به په ټولو لارو غور وکړو او د مخنیوي لپاره به یې له شته امکاناتو څخه کار واخلو، ځکه چې ترسره کول یې په قطعې ډول د افغانستان لپاره کړکیچ راټوکوي.))

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند مرزامحمد حقپرست، پژواک خبري اژانس ته وویل : (( اعتراض او نیوکه د سیاسي ګوندونو او ښاریانو حق دی او موږ یې نظرونو ته درناوی لرو؛ خو کمېسیون د ټاکنو تر سره کولو ته قوي هوډ لري او دا ملي بهیر له نېټې سره سم پر مخ وړي.))

نوموړي وویل چې د نوم لیکنې روان بهیر هم د ټکنالوجۍ پرمټ تر سره کېږي  وړاندې یې وویل چې د نوم لیکنې بهیر په شفاف ډول پرمخ ځي او دمګړۍ هم د روڼتیا او له درغلیو څخه د مخنیوي په خاطر، د رایې ورکوونکو معلومات د (( رایه ورکونکو معلوماتي بانک )) کې د ثبتېدو په حال کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.