ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار سوداګر: که مو امنيت خوندي نه شي خپلې پانګې وباسو

د ننګرهار سوداګر: که مو امنيت خوندي نه شي خپلې پانګې وباسو

author avatar
14 Jul 2018 - 17:30
د ننګرهار سوداګر: که مو امنيت خوندي نه شي خپلې پانګې وباسو
author avatar
14 Jul 2018 - 17:30

جلال اباد (پژواک،٢٣ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار سوداګر وايي چې امنيتي ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي او که يې امنيت تامين نه شي، خپلې پانګې به له دغه ولايت څخه وباسي.

اختطاف، غلا، لوټل، ګواښونه او ځينې نور مسايل هغه څه دي چې ننګرهار کې يې د سوداګرو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم د ننګرهار د سوداګرو امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، دلته تر پخوا د سوداګرۍ د کمېدو علت هم د امنيت نشتوالی دی.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې د مشورتي بورډ رييس ډاکټر مخلص احمد د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو نږدې دوو کلونو راهيسې د دغه ولايت مرکز جلال اباد ښار  او جلال اباد – تورخم لويه لاره کې له هغو سوداګرو چې ګمرک ته د تحويلۍ په خاطر پيسې وړي او يا هم تورخم ته د خپلو کارونو لپاره ځي، د وسله والو له لوري لوټل کېږي.

ده زياته کړه، له سوداګرو د پيسو غوښتلو ګواښونه، د پيسو په خاطر د سوداګرو د کورنيو د غړو اختطاف او د ښار په بېلابېلو سيمو کې د سوداګرو لوټل هغه څه دي، چې دوی يې تل له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

ملي سوداګر حاجي نظام الدين هم وايي چې داخلي زورواکي او اختطافچيان يې پر وړاندې لوی خنډونه دي.

د هغه په وينا، که د دغې چارې مخه ونه نيول شي، نو سوداګر اړ دي چې خپلې پانګې له دغه ولايت څخه راټولې او امن ساحو ته لاړ شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی هم اندېښنه لري  چې د ننګرهار ولايت سوداګر د امنيت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ دي.

هغه زياته کړه: ((د سوداګرو سر خوندي نه دی، مال يې خوندی نه دی، اولاد او د کورنۍ غړي يې خوندي نه دي، هم زورواکي، هم غله، هم اختطافچيان ټول د سوداګرو ژوند ګواښي.))

دی وايي، د هېواد د اقتصاد څه باندې ٤٠ سلنه پر ننګرهار تکيه دی؛ خو اوس دلته د نا امنۍ له امله سوداګري کمه شوې او هم د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د امنيت نه موجوديت له امله د تورخم له لارې سوداګري کمزورې شوې ده.

دغه راز د ننګرهار د سوداګرۍ خونې وياند شاکر الله ساپي هم پژواک ته وويل چې د سوداګرو امنيتي ستونزې يې ننګرهار ته د ولسمشر د سفر پرمهال له هغه سره هم شريکې کړي، خو څه اقدام نه دی شوی.

هغه وایي، ولسمشر امنيتي ادارو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د دغې ستونزې د حل لپاره يو طرز العمل جوړ کړي؛ خو امنيتي ادارو تر اوسه له دوی سره هېڅ اړيکه لا نه ده نيولې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.