ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې شپږ پولیس وژل شوي

نیمروز کې شپږ پولیس وژل شوي

author avatar
14 Jul 2018 - 14:31
نیمروز کې شپږ پولیس وژل شوي
author avatar
14 Jul 2018 - 14:31

 زرنج (پژواک، ۲۳چنګاښ ۹۷): د نیمروز امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې پر امنیتي پوسته د طالبانو بریدله امله لږ تر لږه شپږ پولیس وژل شوي دي.

د نیمروز د خاشرود ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه طالبانو د خاشرود ولسوالۍ مرکزخاش ښارکې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې په ترڅ کې یې نښته رامنځ ته شوه.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه نښته کې شپږ پولیس وژل شوي، طالبانو د پوستې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او پوستې ته یې اور اچولی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.